پر کندهار PRT د بريد طراح ونيول سو
کندهار افغانستان- د کندهار د ملي امنيت رياست هغه تن نيولى چي تېر کال يې د کندهار پر ولايتي بيارغوني ټيم PRT باندي وسلوال بريدونه او همداراز د کندهار-بولدک پر لاره دوه ځانمرګي بريدونه پلان او رهبري کړي ول.
د کندهار بولدک پر لاره په دواړو ځانمرګو بريدونو کي چي دوې اوونۍ وړاندي وسول ٢٢ تنه ملکي کسان شهيدان او پنځوس نور زخميان سوي ول.
له دغه تن سره يو ځاى څلور نور ترهګر هم نيول سوي چي په بيلا بيلو سيمو کي يې د بيلا بيلو ترورستي اعمالو او افعالو په پايله کي افغان ملي امنيتي ځواکونو او بې ګناه ملکي وګړو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي ول.
نيول سوي پنځه سره وسلوال نن د کندهار ولايت د ملي امنيت په رياست کي رسنيو ته وښودل سول او هر يوه يې په خپل نوبت د رسنيو سره د خبرو پرمهال پر خپلو تروستي جرمونو او اعمالو اعترافونه وکړل.
٥٥ کلن محمد ولي چي د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ اوسېدونکى دى له مطبوعاتو سره دخبرو پرمهال وويل چي تېر کال يې پر ولايتي بيارغوني ټيم وسلوال بريدونه تنظيم کړي ول او دوې اوونۍ وړاندي يې دوه تنه پاکستاني ځانمرګي هم کندهار ته راوستلي ول چي دواړو يې ځانوژونکي حملې وکړې او تر ٧٠ زياتو ملکي وګړو او د امنيتي کمپنيو کارکوونکو ته مرګ ژوبله واړوله.
هغه زياته کړه چي دغه دواړه بريدونه يې د جانان په نوم د يوه طالب قومندان چي دامهال د پاکستان په کويټه ښار کي ژوند کوي په سپارښته سرته رسولي او تنظيم کړي دي.
ددغه کس سره يو ځاى نيول سوي څلور تنه نور وسلوال هم رسنيو ته وښودل سو او هغوى هم په ښار او ولسواليو کي د خپلو تخريبي او تروستي کړنو او فعاليتونو په ارتباط اقرارونه وکړل.
دغه پنځه سره کسان د تيري اوونۍ په اوږدو کي د کندهار ښار او ولسواليو په يو شمېر سيمو کي نيول سوي او ورسره يو ځاى يو لويه اندازه سپکي او درنې وسلې هم د ملي امنيت رياست د منسوبينو لاسته ورغلي دي.