طالبانو د کابل پر سپوږمۍ هوټل حمله وکړه
فرانس پریس آژانس په خپل تازه راپور کی وایی چی د پنجشنبې په شپه څو وسلوال طالبان د کابل په قرغه کی په سپوږمۍ هوتل ننوتل او له هغه ځایه یې حمله پیل کړه . ویل کیږی چی هغوی درې کسان دي او یو تن یې خپل منفلقه مواد وچاودول او نور په درنو وسلو سمبال دي او د شپږو ساعتونو راهیسی جګړه روانه ده .
خبر زیاتوی چی دا حمله د حامد کرزي تر هغه خبرداري لږ څه وروسته وسوه چی افغان او بهرني امنیتی ځواکونه یې د خپلو بې وسیو له امله سخت انتقاد کړل او داسی یې وویل : « زموږ هیواد امن سوی نه دی ، زموږ کورونه او زموږ خلک ژغورلي نه دي . »
ذبیح الله مجاهد وویل چی موږ په درنو او سپکو وسلو مجهز کسان ورلیږلي دي او دا دعیاشۍ مرکز او ځاله وه .
راپور زیاتوی چی د دغو درو وسلوالو سره داخلی او بهرني پوځیان جنګیږی خو تر اوسه د تلفاتو صحیح اندازه معلومه نه ده .