فراه:ماین چاودني دوه ملکی کسان ژوبل کړل
پرون ماښام شااوخوا ۷بجی دفراه ښار په مرکز کی چی دڅلرمی ناحیی اړونده سیمه کیږی، ددارلمعلمین مخ ته په عام بازار کي یوموټر سیکل بم وچاودید ،چی په پایله کی یی دوه ملکی کسان ژوبل کړل.
د فراه مطبوعاتي دفتر مسول عبدالرحمن ژوندي لراوبر ته وويل په داسی وخت کی رامنځ ته شوه چی خلک دبازار نه دکورونو په لور روان وه ،نوموړې ژوبل دوه وړونه وه چی پرموټرسیکل سپاره دکور په لور روان وه، د نوموړي په وينا په پېښه کي بل چاته زيان نه دی اوښتئ .
د پېښي مسوليت چا پر غاړه نه دی اخستی .