پاكستان د رسنيو دښمن

د لراوبر اداره | جولای 28th, 2012


دا لمړى ځل ندى چې زمونږ ګاونډى پاكستان ددې په ځاى چي زمونږ سره د هيواد او سيمي په پرمختګ كي مثبته ونډه واخلي بلكي برعكس راسره منفي لوبه كوي.

هغه نوري ناوړه كړني خو يه نه يادوو چي نړيوالو ته معلومه ده چي پاكستان له افغانستان سره كوم ډول ګاونډيتوب پالي، خو ده تعجب ځاى داده له كله نه چې زمونږ هيواد د نړيوالو ملاتړ تر لاسه كړى او د نړۍ بډاى هيوادونه لګيا دي راسره پكې د ابادۍ او پرمختګ چارو كې برخه اخلي، البته د پرمختګ چارو كي له نيكه مرغه زمونږ هيواد په دې ورستۍ لسيزه كي له نورو ټولو سهولتونو سره هيواد په نوې تكنالوجي او وسايلو سمبال شوى او لګيا ده ځان يه تر يو حده ورساوه ، د هغو له ډلي نه زمونږ هيواد په ورستيو كي خورا د رسنيو لخوا هم غني شوى لكه غږيزي , انځوريزي او چاپي رسنيو تر څنګ د كڼ شمير بريښنايي رسنيو فعاليت ډير شوى.

خو پاكستان چي دا به لمړنۍ هيواد وي چې په نړۍ كې ځان د رسنيو دښمن هم وګرځاوه ، كله چي په افغانستان كي انځوريزو (تلويزوني) رسنيو په كار شروع وكړه او نړيوال جال ته يي ځان ور ګډ كړ او په هوا كي يي څپې د نړۍ هر ګوټ ته ورسيدې د ګران هيواد وګړي چي به د نړۍ په هر ګوټ كي ول خو د خپل هيواد د رسنيو برخمن كيدو نه يي ورسته د پرديسۍ تناونه ډير لنډ شول او شيبه په شيبه د خپل هيواد حالت ترې نه څاري .

خو زمونږ هغه ګاونډى چي په ظاهره راته ځان ډير نږدې او خوږ ملګرى مونږ او نړيوالو ته ښيي، خو په حقيقت كه فكر ورته وكړو په نورو چارو كي خو يه هسي نشو پړولاى خو اوس يي زمونږ د هيواد په رسنيو پسي يي راخيستې ده، له څو كالو راپديخوا پاكستان په وار وار په خپل هيواد كي د افغانستان په رسنيو خصوصاَ په انځوريزو رسنيو بنديز لګولى.

او دادى نږدې يوه مياشت كيږي چي د خبريال په نامه د پښتو يوه وتلې بريښنايي رسنۍ يا ويب پاڼې باندي يي بيا خپل ښكار پيل كړى او هغې په خپرولو يه په خپل هيواد كي بنديز لګولى,او حتى چي په افغانستان كي يه هم فيلټر كوي ، دا په دې معنى نده چي پاكستان يو ښكار وكړ يوه رسنۍ يي بنده كړه بلكي پاكستان يو ځل بيا نړۍ ته ځان وښود چي زه خو د رسنيو يا ميډيا هم په سيمه كي يو غټ دښمن يم داچي يو خوا دى وايي زه د رسنيو دښمن يم له بله پلوه دا معني لري چي پاكستان د نړيوال قانون او ده ډيموكراسۍ د نه پلى كيدو هم ځان ته يو بد ماش وايي.

البته كه حقيقت ته سترګي ور ښكاره كړو رسنۍ د يو هيواد او سيمي او بيا د نړۍ يو محور ده چي پرې مظلوم ظالم حق او باطل ټول پرې راګرځي البته يواځنۍ مرجه رسنۍ ده چي د حكومتونو او دولتونو ولسونو واټن را لنډوي، نو په ريښتيا هم او چي پاكستان ځان دې شرم ته ور ټيل وهلى ځان يه په دې ښكار كي واحد ګرځولى او له ڼرۍ نه يي ځان په دې ښكار كې بيل كړى څوك په څه وايي چي حقيقت څه دى.

ايا پاكستان په يو نوم نه په يو نوم له خپل پرحر پرحر ګاونډي سره خپله كينې ته دوام وركوي؟

او كه پاكستان دلته له رسنيو نه سياسي ويره لري ؟ كچيري سياسي ويره تري لري بيا خو نړيوالي رسنۍ دي چي شايد په سيمه كي به هغه تر هر څه ستر رول لري.

او كه دى داسي وايي لكه چي پخوانو ويلې: زور مي په تا نه رسي مړ به دي دادا كړم .او په نړيوالو رسنيو يه وس نه رسي او پخوا كي ورسره د ګاونډي په يوه رسنۍ خپل كرغيړن عمل تر سره كوي او له ګاونډ سره خپل نفرت څرګندوي, كچيري پاكستان خپل دې عمل ته دوام وركوي، نو دى به په سيمه او نړۍ كې يو وي چي د خپل يو ملګري او ګاونډي هيواد سره خبله كينه او نفرت په دا ډول اعمالو سره څرګندوي.

نو په دې ځاى كې دي د نړيوالو هم سترګي ووځي چي زمونږ دښمن ته يي تر وس زيات سازش كوي او د خپلو ګټو په خاطر يي نړيوال قانون او زمونږ ګتي تر پښو لاندي كوي، چي دا ده يوه هيواد په ملګيري كي سخه جفا ده چي ورسره كوي يه.

Copyright Larawbar 2007-2024