ايټالوی ميليارډر يو ځل بيا صدراعظم سو
سعيد لودين
سيلويو برلوسكوني ايټالوی محافظه کاره ميليارډر چې پخوا هم دوه ځله ددې هيواد صدراعظم وو د ايټاليا په تازه ټولټاکنو کې د خپلو سيالانو سره درايو په يوه کوچني توپير سره بريالی او د دريم ځل لپاره ددې هيواد د صدراعظم په حيث و ټاکل سو . نوموړي د خپلي ټاکني سره جوخت اخطار ور کړ چې هغه اقتصادي ناخوالي چې هيواد يې ورسره مخامخ دی نوکېدای سي چې ايټالیا و يوې ناوړه راتلونکې ته ټېل وهي .
۷۱ کلن سيلويو برلوسكوني چې د ايټاليا د رسنيو پاچا ګڼل کيږي او ددې هيواد تر ټولو لوی خرپوله ميليارډر دی پسله هغه چې د نوموړي چپ سيال والټر ولټروني پر خپلي ماتې اعتراف وکړ ،د ايټاليا په ټلوېزيون کې ظاهر سو وې ويل چې زه به د پنځو کالو د پاره د ايټاليا مشر يم خو يوه ډېره لويه توره لوخړه مې و مخکې ته پرته ده چې د هغې سره مجادله به لا نور هم ډېر قدرت اوطاقت وغواړي .