زردشت شمس: د ښوونځيو د کتابونو د لېږد په برخه کې ځينې وړې ستونزې لا شته

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اگست 1st, 2012


اسلام اباد :پژواک د خبر له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې په ټيټه کچه ځينې ستونزې شته چې د افغانستان د ښوونځيو د کتابونو لېږد يې له ستونزو سره مخ کړى دى.د افغانستان د پوهنې وزارت اړوند د ښوونځيو شاوخوا اووه ميليونه ټوکه په بهر کې چاپ شوي کتابونه، چې د کراچۍ بندر له لارې هېواد ته راوړل کېدل، درې ميليونه يې راوړل شوي وو، چې تېر کال په مومندو ايجنسۍ کې د ايساف هوايي ځواکونو له خوا پر پاکستانۍ پوستو بريد وشو.په دغه بريد کې ٢٤ پاکستاني سرتېري ووژل شول، په غبرګون کې يې پاکستان د خپل هېواد له لارې د ناټو اکمالات بند کړل، چې له امله يې د افغانستان د ښوونځيو کتابونه هم په کراچۍ کې ايسار شول. تېره مياشت، چې د پاکستان له خوا د ناټو اکمالاتو ته اجازه ورکړل شوه، نو د دغه هېواد چارواکو اعلان وکړ، چې د افغانستان د کتابونو لېږد ته يې هم اجازه ورکړې، خو تر اوسه دا کتابونه افغانستان ته نه دي لېږدول شوي. په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مسوول زردشت شمس د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په لوړه دولتي کچه دا ستونزه هواره شوې ده. خو هغه زياته کړه، چې په ټيټه کچه ځينې اداري ستونزې شته، چې د کتابونو لېږد يې له خنډ سره مخ کړى دى. د شمس په وينا، په کراچۍ کې د ټيکسونو په څانګه کې هم ځينې ستونزې شته، ځکه په دې اړه چې له کومې کمپنۍ سره خبره شوې وه، هغه اوس لادرکه ده.نوموړي هيله څرګنده کړه، چې دا وړې ستونزې به ژر هوارې او افغانستان ته به د درسي کتابونو لېږد پيل شي.بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې حکومت يې د دغو کتابونو د لېږد اجازه ورکړې او په دولتي کچه د دغو کتابونو په لېږد کې کومه ستونزه نشته.د افغانستان په سړو سيمو کې دا دى د ښوونيز کال څلورنيمې مياشتنۍ ازموينې په داسې حال کې ترسره شوې، چې زده کوونکي له کتابونو محروم پاتې وو.

Copyright Larawbar 2007-2024