سناتوران:دايرانيانو په نوم دکوڅې نومول کلتوري يرغل دی
د مشرانو جرګې ځيني غړي په مزار کې د ايراني وژل شويو ډيپلوماتانو په نوم دکوڅې نومول د ايران فرهنګي يرغل بولي، خو ځايي چارواکي وايي ، چې دغه کار د متقابلو اړيکو د پراختيا په موخه شوى دى.
تېره اونۍ د بلخ په اداري مجلس كې پرېکړه وشوه، هغه كوڅه چې يو وخت په كې د ايران قونسلګري وه او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په كې اووه ايراني ډيپلوماتان ووژل شول، د همدغو ډيپلوماتانو په نوم ونومول شي.
دغه كوڅه د مزارشريف ښار سوېل ختيځ لور ته موقعيت لري، چې شمال لوري ته د ښاروالۍ له څنډې تېره شوې او ختيځ ته تر مارمل سړك پورې غځېدلې ده.
په مشرانو جرګه کې د بلخ استازي خالقداد بلاغي نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې په مزار شريف کې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د کوڅې نومول د ايران له لوري ښکاره فرهنګي يرغل دى، چې پر افغانستان يې کوي.
هغه زياتوي: “د ايرانيانو په نوم د دې کوڅې په نومولو سره موږ خپله شديده خواشيني څرګندوو.”
د هغه په وينا، په مزار کې وژل شوي ايرانيان ډيپلوماتان نه ،بلکې په افغانستان کې د ايران جاسوسان وو، چې د افغانانو ترمنځ يې کورنيو جګړو ته لمن وهله.
ده تور پورې کړ، چې د يادې کوڅې په نومولو کې د ځايي چارواکو او ايران ترمنځ کومه پټه معامله شوې ده.
هغه د اطلاعاتو اوکولتور وزارت له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د دغه کار جدي پوښتنه وکړي.
تېره ورځ د بلخ د اطلاعاتو اوکولتور رييس صالح محمد خليق ويلي و، چې د يادې کوڅې د نومولو پرېکړه د ولايت مقام په اداري غونډه كې شوې ده.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد ويلي،چې دغه کوڅه يې له افغانستان سره د ايران د هر اړخيزې همكارۍ او په تهران كې د احمدشاه مسعود په نوم د يوې كوڅې د نومولو له امله د ايراني وژل شويو ډيپلوماتانو په نوم نومولې ده.
په مشرانو جرګه کې د زابل استازي محمد داوود حساس هم وويل، چې د يادې کوڅې د نومولو دغه اقدام غندي.
ده زياته کړه: “ډېر د افسوس ځاى دى، هغو کسانو چې غوښتل يې د افغانانو ترمنځ نفاق را پيدا کړي او افغانستان خراب کړي، نن د هغوى په نوم کوڅه نومول کېږي.”
هغه زياته کړه، چې د ايرانيانو په نوم د کوڅې نومول په دې معنى دى، چې دغه کوڅه پر ايرانيانو وپلورل شوه.
حساس زياتوي: “که داسې هر چا ته کوڅې په نوم کوي، نو شېرپور دي انګرېزانو ته ورکړي او پنجوايي دې امريکايانو ته ورکړي؛ ځکه چې په دغو ځايونو کې خو دوى ظلمونه کړي دي.”
د هغه په خبره، تر هغه چې ملت فيصله ونه کړي، هېڅوک حق نه لري، چې کومه کوڅه يا کوم سړک د پرديو هېوادونو د خلکو په نوم و نوموي.
حساس زياته کړه: “د ملت د استازي په توګه دغه کار ماته نه منونکى دى او تر هغه چې ژوندي يو او وينې مو نه وي تويې شوې، دا کوڅه به چا ته ور نه کړو.”
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم وايي، چې د ايرانيانو به نوم د يادې کوڅې د نومولو موضوع بايد جدي وڅېړل شي.
ده د مشرانو جرګې د ديني او فرهنګي چارو کمېسيون ته دنده وسپارله، چې په ياده برخه کې څېړنه وکړي او پايله يې د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.