کڼو زده کوونکو ته لپ ټاپونه ووېشل سول
د کڼو د لیسې په هغه غونډه کې چې په همدې لیسه کې د کمپیوټرونو د وېش په مناسبت جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معین ښاغلي محمد اصف ننګ، د پوهنې وزارت نورو لوړ رتبه چارواکو، ښوونکو ، زده کوونکو، والدینو او د رسنیو استازیو ګډون کړی و.
د کڼو د لیسې زده کوونکو ته د کمپیوټرونو د وېشلو پر مهال ښاغلي ننګ وویل، چې د پوهنې وزارت هڅه کوي تر څو په ټول هېواد کې پر زده کوونکو باندې یو میلیون تعلیمي لپ ټاپ کمپیوټرونه وویشي.
ښاغلي ننګ زیاته کړه چې د کمپیوټرونو د وېش پروژه د OLPC له خوا له 1387 کال څخه را پیل شوې ده، او تر دې مهاله یې په مرکز او ۱۱ ولایتونو کې پر زده کوونکو ۵۰۰۰ پایې کمپیوټرونه وېشلي دي.
نوموړي همدارنګه وویل چې دا کمپیوټرونه ګټور او روزنیر پروګرامونه لري، د دې تر څنګ د قران کریم سیپارې هم په کې شته چې د زده کوونکو د تعلیمي کچې د لوړاوې لپاره ډیرې مهم او ګټور دي، ده زیاته کړه چې دا کمپیوټرونه د نیټ ورکینګ یا شبکې سیستم هم لري چې زده کوونکي کولای شي تر ۶۰ مترو پورې له یو بل سره وتړل شي.
ښاغلي ننګ دا هم وویل چې د OLPC پروژه د امریکا له خوا په افغانستان کې پلې کیږي چې په راتلونکې کې مثبتې پایلې لري، او د کڼو زده کوونکو لپاره یې د کمپیوټرو ورکړه د هغوی د تعلیمي کچې د لوړتیا لپاره مهم وبلل.
د کڼو لیسه دا مهال ۳۱۵ ښځینه او نارینه زده کوونکي لري ۴۵ زده کوونکي تر ښوونځي وړاندې هم په دې لیسه کې په زده کړو بوخت دي چې د ۷۵ مسلکي ښوونکو له خوا زده کړه ورکول کیږي.