ځنګلي ګلاب ( Rose canina) دګلاب مېوه
دا یو ښکلی اغزي لرونکی له ویټامینو سر شار بوټی دی چې د مې ــ جون پورې ګلان کوي او سپتمبر ــ اکتوبر پورې ګل مېوه (کاسبرګ sepal) پخېږي . د ځنګلي ګلاب مېوه ــ یو ستر لابراتوار او د روغتیا اکومولاتور ګڼل کېږي .
په دې کاسبرګونو کې د ویتامین C اندازه د لیمو او currants پر تله ډېره ده . نوموړې کاسبرګونو په ترکیب کې پوره اندازه د В, К, Р ویټامینونه ، کروتین ، شکره ، tannin ، عضوي تېزابونه ، پېکتینونه او نور میکرو عناصر شتون لري . د ګل دانو په زړو (تخمو) کې د E ویټامین شتون لري . د ځنګلي ګلاب د ګل دانو څخه د طبیعي پولي ویټامینو په شکل د اسکوریوت (د سي ویټامن کمبود) او د نورو ويټامینو د کمبود ، کم خوني ،کلوروز ، د شریانو د تصلب ، د وینې د لوړ فشار ، د وینې توېدو (خونرېزي) او نورو ناروغیو په وقایعوي درملنه کې کار اخستل کېږي .
د ګل د کاسبرګونو د را ټولو وخت باید د کنګل کېدو د فصل څخه مخکې وټاکل شي او غېر لدې په سوړ موسم کې کاسبرګونه خپل درملیزه ځانګړتیا له لاسه ورکوي . په کورني چاپېریال کې کاسبرګونه په داشونو یا د اور په کورو کې د تودوخې په 90ــ100 درجو داسې وچوي چې و نه سوزې . وچ شوی مواد ځان ته قهویی سور او یا ژېړ رنګ غوره کوي او وروسته يي په سر تړلو لوښو او یا کڅوړو کې تر دوو کلونو ساتي .
• ځنې وختونه د دی ګلاب ګل پاڼې په معمولي ډول وچوي او د هغه څخه د پوستکي د ښکلا او تازه توب لپاره درملیز چای یا infusion جوړوي .
• منی د کلاب جرړې (ریښې) را وباسې او په سړو اوبو يي وینځي او وروسته يي ټوټه ټوټه په سیوري کې وچوي . په جرړو کې په ډېره پېمانه د tannin مواد شتون لري د همدې ځانګړتیا له وجې دهغو څخه د تړونکې (وینه درونکې) وسیلې په شان کار اخلي . ددې ګل د تخمونو څخه یو ډول غوړي چې د شحمې تېزابو او ویټامینو لرونکي دي تر لاسه کوي چې التهاب ضد او زخم جوړونکې ځانګړتیا لري .
• د چای د جوړولو لپاره یوه قاشوکه کاسبرګونه په یو ګیلاس ايشېدلو اوبو کې د 10 دقیقو لپاره په سر پټي لاکي لوښي کې اېشوي او 24 ساعته وروسته د سړېدو څخه 1ـ2 ګیلاسه د ورځې څښل کېږي.نوموړی چای د بدن د مواد تبادله نورمالوي، د عصابو پر مرکزي سیستم ، شریانو او داخلي ارګانو باندې په زړه پورې ګټوره اغېزه کوي .
• ددې ګل د پاڼو زوښا د معدې هاضمي سیستم ښه کوي ، او د جرړو د جوشاندې څخه يي د کلمو او معدې ،د پښتورګو او مسانې د ناروغیو په درملنه کې د تړونکې (د وینې درونکې) او قوت بښونکې وسیلې په شان کار اخستل اخلي . د تخمونو د غوړ څخه د ادار راوړونکې ، التهاب ضد او صفرا ورکونکې وسیلې په شان کار اخستل کېږي .
• د چاپېریال او د روغتیا د اېپیدمیکو نامطلوبو اغېزو په وړاندې د بدن د مقاومت د لوړولو لپاره د сinnаmomca R. د یو ډول ګلاب د چای څخه کار اخستل کېږي . د جوړولو طریقه: یوه قاشوقه وچ مېده شوي کاسبرګونه (دګل پاڼو کاسه) په دوه ګیلاس اوبو کې د 10 دقیقو لپاره اېشول کېږي او د 2ـ3 ساعته وروسته له سړېدو څخه چاڼېږي او 3 ځله د ورځې نیم ګیلاس څښل کېږي .
• сinnаmomca . R له جوشاندې څخه د مغز د شریانونو د وینې د دوران په ښه کولو کې کار اخستل کېږي . 20ګرامه مېده شوي کاسبرګونه په یو ګیلاس اېشېدلو اوبو کې اېشول کېږي او 12 ساعته په ترموز کې وروسته له ساتلو څخه نیم ګیلاس د ورځې 3 ځله څښل کېږي .
• د زړه د کمزورۍ او میکروکاردیودیستروپي لپاره دR.cinnamomca له جوشاندې څخه کار اخستل کېږي . د جوړولو طریقه: د 10 دقیقو لپاره په یوګیلاس اېشېدلو اوبو کې یوه قاشوقه وچ مېده شوي کاسبرګونه اېشول کېږي وروسته له سړېدو څخه د یوې قاشوقې په اندازه عسل پرې علاوه کېږي او د ورځې 3ځله نیم ګیلاس څښل کېږي .
• ددې ګل ګلپاڼې د مربا او یاهم د ژولو په شکل د زړه د اریتمي Arrhythmie په صورت کې د زړه عضلات تقویه کوي .
• ددې ګل تازه کاسبرګونه په خوړو کې د hemorrhagic diathesis لپاره ډېر ګټور تمامېږي .
• د وینې د کمښت ، کسالت او عملیاتو څخه وړاندې او ورسته ددې ګل د تازه کاسبرګونو (د ګلپاڼو د رژېدو څخه وروسته پاته شوې دانې ته وېل کېږي ) د ګټه اخستنې لپاره توصیه کېږي .
• د ارګمیو ، زړه بدي او استفراق په صورت کې د Rosa majalis د ګلپاڼو ژوول توصیه کېږي او همدا شان د هغو څخه د جوړ شوي چای څښل د معدې د درد لپاره ګټور تمامېږي .
• د ګلاب د غوړ(درملتون له درملو) د ورځې یو ځل د Colitis ulcerosa په صورت کې 15 ملي لیتره د microclysters په شان استعمالېږي .
• د مزمن هیپاتیت او د جګر د التهاب په صورت کې د ګلاب • сinnаmomca R. جوشانده ډېره ګټه رسوي . 20ګرامه وچ د ګلاب مېده شوي مواد په یو ګیلاس اوبو کې اېشول کېږي او د 12 ساعتوپه ترموز کې د ساتلو وروسته نیم ګیلاس 3 ځله د ورځې څښل کېږي .
• د صفرا په صورت کې د .cinnamomca R د ګل څخه چای جوړوي او د ورځې 4 ځله نیم ګیلاس څښل کېږي .
قهويي ګلاب (Rosa cinnamomea)
ددې ډول ګلاب مېوه له ویټامینو په ځانګړي ډول له ویټامین C او منرالي مالګو څخه سر شاره ده . له هغو څخه په په طبابت کې په پراخه اندازه ګټه اخستل کېږي .
• د قهويي ګلاب له ریښو څخه د صفرا په کڅوړه کې د تيزو او د مزمن پانکراتیت په درملنه کې کار اخستل کېږي . دوه قاشوقې وچ مېده شوي د ګلاب ریښې په یو ګیلاس اوبو کې د 15 دقیقو لپاره اېشول کېږي وروسته له سړېدو او فلتر څخه یو ګیلاس د ورځې 3 ځله څښل کېږي .
• د دې ګلاب مېوه د ګریپ ، توبرکلوز او د ریوي خونرېزۍ لپاره په زړه پورې درمل حسابېږي . جوشانده يي په دا ډول جوړېږي : 20 ګرامه وچ مېده شوي خام مواد په یو ګیلاس اوبو کې اېشول کېږي او له 12 ساعته سړېدو او چاڼ څخه وروسته نیم ګیلاس 3 ځله د ورځې څښل کېږي .
• د خونې بني د ناروغۍ د درملنې لپاره د نوموړي ګل له مېوې څخه جوشانده جوړوي او د ورځې 3 ځله نیم ګیلاس څښل کېږي . 20ګرامه وچ مېده شوې د ګلاب مېوه په یو ګیلاس تندو اوبو کې اېشول کېږي او تمامه شپه په ترموز کې له ساتل کېدو وروسته چاڼېږي .
• قهويي ګلاب مېوه د پښتورګو د التهاب ،نفریت (د پښتورګو راز راز ناروغۍ) او د پښتورګو د خونرېزي لپاره ډېره موثره دارو حسابېږي . یوه قاشوقه وچ مېده شوي مواد د 4 ساعتو لپاره په یو ګیلاس تندې جوشاندې بدلوي او وروسته له چاڼ څخه د ورځې نیم ګیلاس 3 ځله څښل کېږي .
ماخذ : له روسي ازادو سرچینو څخه
Travnik. Practical advice ‘- By O. Lyabik
“Family doctor”, compiled – E.N.Semashko