د ۲۵مليونه ډالرو په لګښت ۷۵ ښوونځی جوړيږي
ولایت ته د پوهنې د وزیر او ورسره مل د یونیسف نړیوالې موسسې پلاوي د سفر په ترڅ کې په دریو(بامیان، دایکندي، غور) ولایتونو کې د 75 بابه ښوونځیو د اعمار د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
د پوهنې وزارت د ویاند له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په هر ولایت کې به د ۳کلونو په ترڅ کې 25 بابه ښوونځي جوړ شي چې دا مرسته د دوست هیواد جاپان له لوري ترسره شوې ده.
اعلامیه زیاتوي: (( د پوهنې وزارت له اوږدو ستړیاوو وروسته دارنګه یو لوی کتله یی پرمختګ ته په 3 هغو ولایتونو کې اوږه ورکوي، چې نسبتا پکې د پوهنې شاخصونه ټیټ دي او د ( پوهنه د ټولو لپاره) او (د ملتونو د دریېمې زریزې پراختیایي) هدفونو د ترلاسه کیدو لپاره یو ډیر د حساب وړ ګام پورته کیږي. ))
په اعلامیه کې راغلي چې دا مکاتب به د محلي متشبثینو او خصوصي سکتور له خوا اعمار کیږي چې د سیمې وزګاره ځوانانو لپاره به د کار ښه موکه هم پکې برابره شي.
د پوهنې وزارت د ویاند له دفتر خپره شوې اعلامیه کاږي، چې ګڼ شمیر پروژې چې ښوونځي ته د مکتب د عمر د ماشوم د لاسرسی هدف ته د رسیدو لپاره دغه وزارت تر لاس لاندې نیولې چې له دې ډلې د پوهنې د کیفیت لوړولو د 55.7 میلیون ډالري پروژه د یادولو وړ ده. دغه پروژره به په 55 ولسوالیو او 13 هغو ولایتونو کې پلې کیږي او په دې نږدې وختونو کې پیلیږي، چې ددغه نړیوال مشارکت د تطبیق په پایله کې به، له مکتب څخه بهر تر نیم میلیون زیات شمیر ماشومانو (بخصوص اناثو) شاملول، د 1000 بابه ښوونځیو د کیفیت لوړول او تر 10,000 زیات شمیر ښوونکو عمدتا اناثو استخدام او د هغوی د ظرفیتونو لوړول – معارف ته د لاسرسي په برخه کې ملي اهداف د مهمو ګامونو په توګه ترلاسه شي.