مشرانو جرګې له ايرانه د افغانانو د اعدام مخنيوئ وغوښت

59 | اکتوبر 7th, 2012


دافغانې رسنیواوتلویزیونودخبرله مخې نن دمشرانوجرګې ځینوغړوپرایران باندی نیوکي وکړی، چي په هغه هیوادکي افغانې بندیان دافغان حکومت دسلامشوری پرته اعداموي.
د افغانې بندیانو شمیر ( ۵۸۰۰ ) تنوته رسیږي او(۱۲۰۰) تنه هغه کسان دي، چي ایران غواړي اعدام یې کړی. ددغوبندیانوله ډلۍ نه ډیر یی په عمری بند محکوم شویدي.په دې وروستيوکې ځينورسنيو هم راپورونه خپاره کړي، چې ايران يوځل بيادافغانانوداعدامولولړۍ پيل کړېده.په ایران کي دامهال کم وزیات دوه میلیونه افغانان ژوند کوي. چي زیاتره یی دمزدوري،خواری او غریبي لپاره هغه هیواد تللې دي.یوه سناتور دجرګی غړوته وویل: د يادو ١٢٠٠ تنو په نوملړکي، په دې وروستيو کې يو شمېر اعدام شوي هم دي.
د هغه په وينا، په ايران کې افغانان دکوم جرم يا بشري ضد عمل له کبله نه بلکې د سياسي موخولپاره ددغه هېوادد استخباراتي شبکې دپرېکړوله مخې اعداميږي.
ځينوسناتورانودافغانستان له سترې محکمې ،عدلي اوقضايي ارګانونوڅخه غوښتنه وکړه، چې دايران په څېر، هغه ايرانيان يا دايران جاسوسان،چې په افغانستان کې زنداني دي په علني ډول اعدام کړي.
د مشرانو جرګې غړوله افغان حکومت اونړيوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې له ډيپلوماتيکولارو پر ايران فشارراوړي، ترڅودافغانې زندانيانوله اعدام څخه لاس واخلي.
دمشرانوجرګې مشرفضل هادي مسلمياروويل:ايران دافغانستان په برخه کې ښه ګاونډيتوب ته احترام نه لري، هغه ديادې جرګې د شکايتونوداورېدواونړيوالوچاروکمېسيونونوته دنده ورکړه،چې په ايران کې دافغان زندانيانوداعدامولو په اړه دبهرنيو چارو وزارت له چارواکوسره جدی خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياندمرستيال ډاکټر فرامرز تمنارسنيو ته ويلي،چې دغه وزارت له ايراني چارواکوسره په اړيکه کې دي اوهېڅ داسې خبر دافغانستان حکومت ته نه دى رسيدلى چې په ايران کې دافغانانود اعدام موضوع په رسمي ډول تصديق کړي. هغه زیاته کړه چي ایران باید دافغانې وګړو داعدامولوموضوع په رسمي توګه دافغانستان دولت سره شریکه کړی.
د یاونې وړده چي ګاونډۍ هیوادپاکستان دیونیم کال را هیسي دافغانستان پرخاوره باندي دراکټې بریدونو لړی پیل کړیده ،چي له امله یی لسګونه افغانان مړه اوژوبل سول .ولې له بلي خواګاوندۍ هیوادایران دافغانې بندیانو په اعدامولو پیل کړیدي ،اوپه تیروڅوکلنوکي یی په سلګونه افغانان ددارزندۍ ته پورته کړیدي.

Copyright Larawbar 2007-2024