لوګر : په اوه زره کروندګرو اصلاح شوي غنم وويشل شول
د لوګر ولايت په لسګونو کروندګرو شاوخوا اوزره بوجۍ اصلاح شوي غنم وويشل شول چې د کرنې د رياست د چارواکو په خبره په راتلونکي کال کې به د کروندګرو حاصلات دوه برابره لوړ شي .
دغه ۳۵۰ ټنه اصلاح شوي د غنمو تخمونه چې اوزره بورې کيږي او پيسي يې د کرنې د وزارت له پراختيايې بوديجي څخه ورکړل شوي .
ددې ولايت دکرنې د رياست د مسولينو په خبره دغه غنم يې ددي ولايت په مرکز او ولسواليوکې د کوپراتيفو له لارې کروندګرو ته وويشل شي .
ددې ولايت دکرنې ريس همايون عمر وايې چې ددغو غنمو مجموعي قيمت دولس ميلونه افغاني کيږي چې اوه زره کروندګرو ته به وويشل شي .
د همايون عمر په خبره ددې تخمونو په ويش سره به ددې ولايت د کروندګرو په حاصلاتو کې به دوه برابره لوړوالي راشي .
عمر زياتوي چې د تيرو پنځو کلونو وچکالي د لوګر کرونګر سخت زيانمن کړي چې سږ کال او راتلونکي کال به د دوي حاصلات تر ډيره ښه شي .
ددې غنمو د ويش په مراسمو کې د لوګر والي محمد اقبال عزيزي خلکو ته وويل چې په تيرو څو اونيو کې په لوګر کې د امنيت وضعيت ډير ښه شوي او خلک ورسره مرسته وکړي په لوګر کې به د سيميزو پوليسو او امنيتې ځواکونو په مټ شته امنيت نور هم د ډاډ وړ کړي .
د يادونې وړ ده چې لوګر له کابل سره پوله پروت ولايت ده چې د زياتې کرنيزې ځمکي لري او ډير خلک يې په کرونده بوخت دي .