ميدان وردګ:دطالبانو اوناټوتر منځ نښته وسوه

د لراوبر اداره | اکتوبر 30th, 2012


دمیدان وردګو ولایت دنرخ په ولسوالۍ کې د دایساف په هوايي عملیاتو کې
(۳) تنه وسلوالو مخالفین وژل شوي او (۴) نور یې ټپیا ن شوي دي.
د نرخ ولسوال محمد حنیف حنفي په ویناء چې دنرخ ولسوالۍ دکریمدادو په
سیمه کې پرون یوه بجه مهال دایساف ځواکونو په پلې ګزمه باندې وسلوالو
مخالفینو برید وکړ چې سمدستي ایساف ځواکونو چورلکو یاد مخالفین په نښه
او په دغه برید کې (۳) تنه وسلوال مخالفین هریو شریف الله، کمال او
ننګیالی پکې وژل شوي او (۴) نور هریو حفیظ الله، وحیدالله،سیدکریم او
فاروق پکې ټپيان شوي او همدارنګه یو ولسي وګړی نوید ۱۸ کلن هلک هم
د بريد پرمهال ټپي شوی دی خو ولسوال د بهرنيو پوځيانو دمرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويلي .
همدارنګه په دغو عملیاتو کې (۵) تنه نور شکمن کسان هم نیول شوي دي او په
دغو عملیاتو کې ایساف ځواکونو ته کوم تلفات ندي اوښتي
دیوبل خبر له مخې : دجغتو ولسوال راز محمد وزیري په ویناء چې پرون ۱ بجه
دجغتو په ولسوالۍ باندې د دولت وسلوالو مخالفینو دهوان بریدونه کړي چې
له دمخالفینو دهوان مرمۍ په بازار لګیدلی ده چې پکې (۶) تنه ملکي کسان
هم ټپيان شوي دي چې دټپیان روغتیايي وضعیت یو څه داندیښنې وړ دی.
د طالبانو لخوا د دولت ددغو ادعاو په اړه معلومات نه دي ترلاسه سوي .

Copyright Larawbar 2007-2024