کندهار: ځانمرګي پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

لراوبر ډاټ کام (کابل) | نوومبر 8th, 2012


سهار وختي د کندهار ښار په څلرمه ناحيه کي ځانمرګې حمله سوې چي له امله يې درې پوليس مړه او څلور ټپيان سوي دي.
د کندهار د والي وياند جاويد فيصل د دې حملې پخلى کړى او وايي حمله د دېخوجې په سيمه کي يارانه مارکېټ ته څرمه د پوليسو پر يوه پوسته سوې ده.
د نوموړي په وينا ځانمرګي په دې حمله کي له موټرسايکل څخه استفاده کړې ده.
په دې حمله کي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي خبر نه دئ ورکړل سوى او نه يې هم مسئوليت چا پر غاړه اخيستى دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024