سمنګان:ښوونکو ته ښوونيز سمينار جوړ سو

د لراوبر اداره | نوومبر 11th, 2012


سمنگان: په سمنگانو كې د دغه ولایت د مركزي ښوونځیو 60 ښوونکو او آمرینو ته دسویډن گمیتِې لخوا د ښوونې او روزنې د وضیعت په اړه یو ورځنی ورکشاپ پيل شو.
په دغه یو ورځني روزنیز ورکشاپ کې د ښوونې او روزنې د وضیعت په اړه ګډونوالو ته نوې روزنه ښوول کیږي.
د سمنګان دپوهنې رییس له ګډونوالو وغوښتل چې په ورکشاپ کې وړاندې شوي مسایل په ښوونځیو کې پلي کړي.
سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ډول ورکشاپونو کې مسوولینو ته د نوې روزنې او ارزونې اصول ښودل کیږي .

Copyright Larawbar 2007-2024