خاکرېز: دماين په چاودنه کي ۲ملکيان مړه ۱ زخمي دی
د کندهار ولايت په خاکرېز ولسوالي کي د سړک غاړي د ماين چاودني دوه تنه ملکي کسان وژلي او يو تن بل يې زخمي کړى دى.
دغه چاودنه نن غرمه څه باندي دوې بجې د يادي سوي ولسوالۍ د باغکي په سيمه کي هغه مهال رامنځ ته سوه، کله چي ملکي خلک پر يوه پياده لاره باندي د تګ په حال کي وه او پر دغه ماين ور برابر سول.
باغکه هغه ساحه ده چي پکښي ډېر وختونه وسلوال طالبان د افغان ملي امنيتي ځواکونو د موټريزو او پياده ګزمو لپاره ماينونه او چاودېدونکي توکي ږدي، ولي له بده مرغه پکښي ډېر وختونه بې ګناه ملکي وګړي وژل کيږي.
په ننۍ چاودنه کي دوه وژل سوي او يو زخمي، درې سره په سيمه کي د افغان ملي امنيتي ځواکونو لخوا له سيمي را ايستل سوي او بيا د هوايي ځواک په مرسته په کندهار ښار کي روغتون ته لېږدول سوي دي.