کندهار والي:عدالت د سولي پروسه پياوړې کوي

د لراوبر اداره | نوومبر 19th, 2012


د کندهار والي وايي تر هغو چي په جنګي جرايمو ککړ کسان عدالت ته نه وي راکش سوي نه سي کېداى سي چي امنيت تامين سي او د سولي اوسنۍ پروسه په ښه توګه سره پر مخ ولاړه سي.
پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام له مشاورينو سره د ليدني پرمهال وويل چي د عدالت تامين د سولي د راتګ لپاره لومړنى پړاو دى او تر هغو چي افغانستان او نړيواله ټولنه له دې پړاوه تېر نه سي د سولي د اوسنۍ پروسې د بريا هيلي د ځانونو تېر ايستل دي.
د UNDP دغه پلاوي په دې موخه کندهار ولايت ته سفر کړى و چي دلته د سولي او بيا يو ځاى کېدني اوسنۍ پروسه وارزوي او ترڅنګ يې د ولايتي ادارې غوښتني او اوړانديزونه واوري ترڅو ورته په لوړه کچه حل لاري ولټوي.
د يادي پلاوي مشر باسيل کامنز وويل يو داسي نوى پلان يې ډيزاين کړى چي پر اساس به يې د سولي پروسې په برخه کي د ولايتي ادارو واکونه زيات او څه نور امکانات به په لاس کي ورکول سي.
نوموړي زياته کړه، د اوس لپاره داسي ښکاري چي مرکزي ادارې ټول واکونه خپله له خپل ځان سره ساتلي وي او د سولي په پروسه کي يې تر ډېره پوري ولايتي ادارې نه وي شاملي کړي چي دغه کار، له دې پروسې سره مرسته نه کوي.
هغه وويل کوم شيان چي دلته يې له ولايتي ادراې اوري په مستقيمه توګه به په کابل کي له مرکزي ادارو سره پرې بحث کوي او هڅه به يې داوي چي دغو ستونزو ته له ټولو لارو په استفاده ممکن حل پيدا کړي.

کندهار والي په ننۍ ليدنه کي وويل سوله يوه داسي پروسه ده چي د بشپړېدو پرته يې په هيڅو صورت په افغانستان کي کراري نه سي راتلاى او ټولي چاري د امن د راتګ سره په ښه توګه پرمخ تلاى سي.
نوموړي کندهار د افغانستان د نورو ولايتونو په پرتله د سولي په پروسه کي د تر نورو هغو ډېر مهم وباله او په خبره يې چي په دې ولايت کي سوله د افغانستان د سولي په معنى ده او له دې ځايه شکست د افغانستان ماته ده.
هغه د خپلو وړانديزونو په برخه کي وويل چي د سولي د عالي شورا د تشکيل په برخه کي دي په سره غور وسي او داسي کسان دي وګمارل سي چي په تمامه معنى د خلکو لپاره د تائيد وړ وي او مخالف لورى وکولاى سي چي ورسره د خبرو مېز ته کښيني.
کندهار والي همداراز وړانديز وکړى چي د سولي پروسه بايد دولت نه، بلکه دريم ګړي کسان مخته يوسي ترڅو هغو مرورو کسانو ته چي په غرونو او دښتونو کي د مخالفت له خاطره ژوند کوي ځانونه ورسوي او د سولي پيغام ورته ورکړي.
د هغه په وينا چي سوله هغه وخت راتلاى سي ترڅو په دې برخه کي د بوختو کسانو ظرفيت لوړوني ته ځانګړې توجه وسي او په څنګ کي ورسره د خلکو د عمه پوهاوي سطحي لوړاوي په موخه ډول ډول مطبوعاتي کمپاينونه په لاره واچول سي.
کندهار والي په ليري پرتو سيمو او کليو کي د کاري فرصتونو برابرول هم د سولي پروسې د پرمختګ لپاره د اولويت په توګه ياد کړل او په دې بخش کي يې د افغاني ادارې ترڅنګ د نړيوالي ټولني د توجه جلبوني غوښتنه هم وکړه.

Copyright Larawbar 2007-2024