په کندهار هوايي ډګر کي ۷۳ مليونه ډالره خرڅي سويدي

د لراوبر اداره | نوومبر 19th, 2012


د کندهار هوايي ميدان امر احمد الله فيضي وايي چي د تيرو دوو کلونو په اوږدو کي د ميدان په بيلا بيلو برخو کي د ٧٣ ميليونه يورو په ارزښت رغنيز او روزنيز کارونه سوي دي.
نوموړى زياتوي چي د کارونو ترڅنګ يې د ميدان عوايد د تېر يوه کال په اوږدو کي ٦٥ فيصده ډېر سوي او په خدماتو کي ٦٥ فيصده بهتري راغلې ده.
د هوايي ډګر امر وايي چي يادي سوي پيسې د ترافيکو او مخابرې ټاور، د الوتکو دوه پارکينګونه، د فوکستروټ ټکسي وې، ګلف ټکسي وې، د رنوې دواړو خواوو ته باى پاس سړکونه، د هوايي ډګر شاوخوا سړکونه، د فاضله اوبو انتقال او د ځغل ليکي او ټکسي وې پر جوړولو باندي لګېدلي دي.
فيضي چي نن سهار يې د کندها رولايت د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته خبري کولې وويل چي د خدماتو بهترۍ يې هوايي ډګر پر نړيوالو معيارونو برابر کړى او ډېر ژر به ورته د نړيوال هوايي ډګر نوم او لايسنس ورکول سي.
هغه زياته کړه چي له دې هوايي ډګر څخه په تېر يوه کال کي ټول ټال ٣٢١٨ کورني او بهرني پروازونه سوي او پکښي ٧٢٦٢٤ تنه مسافرين مختلفو موقعيتونو ته لېږدول سوي دي.
فيضي د خپلو خبرو په دوام وويل چي په تېر يوه کال کي يې د خپلو کارکوونکو شمېر له څلورو تنو څخه ٤٢ تنو ته زيات کړى او د معاشونو د زياتوالي ترڅنګ يې د هغوى تعليم و تربيې ته هم توجه زياته کړې چي په ترڅ کي يې د ايکسرې ماشينونو، د بګاژونو د تلاښۍ او همداراز د الوتکو د تمځاى د امنيت ساتني په برخه کي کارکوونکي روزل سوي دي.
د هغه په وينا چي د سل زره امريکايي ډالرو په ارزښت يې سوړ ساتنځاى جوړ کړى او په څنګ کي يې ورسره نوې ټکسې وې هم جوړه سوې چي د ترافيکي ګڼه ګوڼي په کمولو کي يې زياته مرسته کړې ده.
د کندهار هوايي ډګر امر په ننۍ خبري غونډه کي ياده کړه چي د امريکا هيواد په ١٢ ميليونه ډالره مالي کومک به ډېر ژر د هوايي ډګر عمومي دروازه او د سرحدي پوليسو لپاره نوي بلاکونه ورغوي چي ورسره سم به د مسافرينو د انتظار او تلاښۍ لپاره هم مجهز ځايونه اماده سي.

Copyright Larawbar 2007-2024