كندهار: د كابيني د غړو راتګ او د كندهاريانو نيوكي

عطاالله محمدي | نوومبر 21st, 2012


دافغانستا ن د كابينې او دولسي جرګې يو شمير غړي د كندهار د دولتي ادارو او ولسي وګړو دستونزو د اورېدو په موخه د چهار شنبئ په ورځ ناوخته كندهار ته راغلل او د شپي تر ناوخته پوري يي د خلګو سره په يوي پراخه غونډۀ كي برخه واخيسته .
په دې پلاوي کي چي د افغانستان د كرهڼي او مالدارۍ ، عامي روغتيا ، ټولګټو او لوړو زده كړو وزيرانو او د نشه يي توكو پر وړاندي ، ښووني او روزني ، د كليو د پراختيا او د ښاري پراختيا د وزارتونو معينانو او په اقتصادي چاروکي د ولسمشر سلاكار وزير په ولسي جرګه کي د كندهار دخلكو استازېو او يو شېر نورو لوړ پوړو چارواكو گډون درلود .
په هغه پراخه غونډه كي چي سلګونو قومي مشرانو هم برخه اخيستي كندهار والي د خپلي وينا پرمهال وويل چي د افغانستا ن په جغرافيايي نقشه کي ټول شامل ولايات او خلك افغانان او د غوښتنو او پراختيايي كارونو په اړه يو ډول غوښتنې لري چي بايد د ټولو سره په دې برخه کي يو ډول سلوك وسي .

خو په خواشينۍ سره چي په ځينو مواردو کي كندهار په ټوليزه توګه له پامه غورځول سوى او په ځينو برخو کي ورته ډېره لږ توجه سوې .
والي توريالي (ويسا) زياته كړه چي په وار وار يي په داسي غونډو کي د كابېنې غړيوته خپلي ستونزي او دكندهاري اولس غوښتني وړاندي كړي خو په ډېر تاسف سره چي كړي ژمني ندي عملي سوي .
په غونډه كي د ولايتي شورا غړو ، قومي مشرانو او يو شمير نور ولايتي چارواكو هم خپلي ستونزي بيان او په ټينګه يي د كابيني دغړو وغوښتل تر څو ژمني عملي كړي .
په غونډه كي د كابيني غړې د برخوالو له لوري د سختو غبرګونو سره مخ سوه او كندهاريو اوسيدونكو په ډيرو احساساتي ډول تري وغوښتل چي كندهار ته دي هم د نورو ولايتونو په څير پاملرنه زياته كړي او يا دي بيا كندهار ته د ژمنو دكولو لپاره په راتلوونكي نه راځي .
په ولسي جرګه كي د كندهار د خلګو د استازو په خبره چي كندهار ته د كابيني يو شمير غړي ځكه نه راغلل چي كندهار ته د كار د نه كولو جواب په صورت كي يي كندهار يانو ته جواب نه درلود .

Copyright Larawbar 2007-2024