مشرف : افغانستان سره غوره اړيكې غواړو

اسدالله زړه سواند | اپریل 22nd, 2008


لروبر – پينډۍ


 دپاكستان اولسمشرپرويزمشرف وئيلي دي چې مونږ افغانستان سره غوره اړيكې غواړو ځكه چې افغانستان زمونږ يو اسلامي او ګاونډي هيواد دى .


 داروپائى اتحاديې مشرهاويرسولانا سره دخبرو اتروپه وخت  دپاكستان ولسمشرپه ښكاره ټكو كښې ووئيل چې يو امنناك او مستحكم افغانستان نه يوازې دپاكستان بلكې دګردې منطقې په ګټه دى او مونږ به په افغانستان كښې دترهګرۍ خاتمې لپاره ګډو پوځونو سره خپلې همكارۍ ته دوام وركوو دپاكستان اولسمشرزياته كړه چې مونږدپاكستان  نوي حكومت سره هيڅ تاوْ تريخوالي نه لرو او غواړو چې دايران كشاله دې دخبرو له لارې هواره كړى شي اولمسمشرزياته كړه چې پاكستان اروپائي اتحاديې سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري .


 

Copyright Larawbar 2007-2024