کندهار: د پوليو ۲۴ مثبتي پېښي ثبت سوي دي

د لراوبر اداره | جنوري 20th, 2013


دېني عالمانواوښوونكودپوليو پرضدبه په تبلغاتو كي نوره هم مرسته وكړي

ياده غونډه چي نن شنبه د كندهار د عامي ورغتيا په رياست كي رابلل سوي وه
د روغتيايي كار كوونكو ترڅنګ په لسګونو ديني عالمانو او ښوونكو برخه
پكښي اخستي وه.پوليو ناروغي چي يوه ساري يا خپريدونكي ناروغي ده د
افغانستان ترڅنګ په پاكستان او نايجريا هيوادونو كي هم دا مهال هم شتون
لري او د نړۍ د نورو ټولو هيوادونو څخه يې ټغر ټول سوي دي .

په دې وروستيو كي يونسيف اداري او د عامي روغتيا وزارت انديښنه ښودلې وه
چي د هيواد په جنوب لوديځه حوزه كي د دې ناروغۍ د (۲۴) مثبتي پيښو په
ثبتدا سره دا روښانه كوي چي ، په دې برخه كي نور هم كار ته اړتيا ليدل
كيږي .

د كندهار د عامي روغتيا رئيس ډاكټر عبدالقيوم پخلا د لراوبرسره د خبرو
پرمهال وويل چي د كمپاينونو او په دې برخه كي د نوو اشخاصو د پر كار
ګومارولو لپاره لازم اقدامات په پلان كي لري .

ښاغلي پخلا همداراز زياته كړل چي د واكيسن كمپاين د نړۍ په نورو مسلمانو
هيوادونو كي هم پلي سوي دي او غوښتنه يې وكړل ترڅو دې چاري ته په كتولو
سره د واكسين د كمپاينونو سره مرسته او همكاري وكړي .

په دې حوزه كي د دې ناروغۍ د كمپاين پرمهال د امنيتي او دوديزو ستونزو
ترڅنګ د كمپاين د رضا كارانو بې مسلكي توب او بې غوري هغه علتونه بلل
كيږي چي تر دې دمه پوري هم په دې حوزه كي د دې ناروغي د مثبتو پيښو
ګراف ټيټ نه دې راغلۍ كه څه هم په دې برخه كي د عامي د وزارت ترڅنګ
نړيوالو روغتيايي ادارو هم په مالي برخه كي ګوټلي ګامونه پورته كړي دي .

په كندهار د روغتيايي كار كوونكو ديني عالمانو او ښوونكو د شنبې په ورځ
په جوړه سوي غونډه كي د دې خطرناكي روغۍ په وړاندي په خپلو مسولينو باندي
خبري وكړي او يو بل ته يې ژمني ور كړې .بخلوا د كندهار

د عالماؤ شورا رئيس قاري بشير احمد هم د غونډي څخه وروسته د خبرو پرمهال
راته وويل چي د دې خطر ناكي ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې زيات تبلغات كړي
او زياته يې كړل چي لا نور به هم خپلو تبلغاتو په دې برخه كي زور ور كړي
.

پاته دي نه چي پوليو يوه خطر ناكه ناروغي يا وايرس دي چي تر پنځو كالو
د كم عمره كوچنيانو پر عصبي سسټم بريد كوي او په ترڅ كي يې كوچني د دايمي
معيوبيت لوري ته بيايي چي روغتيايي كار كوونكي د دې كمپاين سره د مرستي
لويه برخه د مساجدو د ملا امانو ترڅنګ د سيمي او كوڅي د مشرانو او د
كورنيو د غړو دنده بولي .

Copyright Larawbar 2007-2024