دننګرهار ولایت دخوګیانو ولسوال دیوي بمي چاودني نه روغ رمټ ووت
59
نن دننګرهارولایت دخوګيانوولسوال حاجي سید عبدالرحمن خوګیاني پرموټرباندي بمي بریدترسره شو. دخبرسرچیني وایي چي ولسوال له بریده روغ ووت، ولي دهغه یوساتونکي وژل سوی او دوه ساتونکي یی زخميان دی. دبریدپړه دتل په شان طالبانوپه غاړه اخیستي ده.
دیوی اووني په موده کي دننګرهار په ولایت کي دادوهمه چاودنه ده چي پردولتي لوړ پوړو چارواکو باندې تر سره کیږی.تیري اووني شنبه دقانون پوهي فرشته انویار پرموټرباندي هغه وخت برید ترسره شو،چي نوموړي دکابل په لور روانه وه دبرید پرمهال دهغي یوساتونکي ټپی شو.
د يادونې وړده ،چې په دې وروستیوكې پردولتي کسانو چاودنواووسله والوبریدونوعادي بڼه غوره کړېده.
دننګرهاولایت دټول هیوادپه پرتله يوآرام ولایت دي مګر په دي وروستیوکي ناآرامیواوچاودنو ددي ولایت عادي حالات ګډوډ کړی دي.