په افغانستان کي بمي چاودنو اوجګړو(۸۰۰۰۰۰)کسان معیوب کړیدي
59
د بشری حقوقونړیواله معتبره سرچینه په خپل یوه رپوټکي لیکي :چي افغانستان دبمي چاودنو،معدني چټلوتوکو، بیکاریو، نالوستو، معیوبینو، قاچاقي توکو، مخدره توکواودجګړیزو پیښواووژنو په پرتله په ټوله نړي کي لمړۍ ځای لری. دغه مؤسسه زیاتوی چي په افغانستان کي دکانواومعدنودارایستلو په چاودونوکي دهری کورنۍ دڅلور غړوڅخه یوه تن خپل خوږ ژوندله لاسه ورکړیدی.
افغانستان دماین په چاودنوکي یواځي په ۲۰۱۲ کال کي ( ۸۱۲ )تنه له لاسه وړکړی دي اوپه ۲۰۱۱ کال کي دغه شمیر (۷۱۶ )تنوته رسیږي اوپه وژلسووقرباني کسانوکي ٪۸۸ سلنه بی ګناه خلک شامل دي.
دغه رپوټ وایی ،چي دافغانستان ډیرکانونه دروسیه دسرو لښکرواودهغوی دمخالفونوډلو ټپلو لخواه چي دامریکا اوغربی هیوادونوپوره ملاتړ ورسره وو،دتیرودوولسیزوپه موده کي په بمي چاودونو،لاسي خپل سر وبمونواودباروتو په اورونوسره ډیرتاوانونه منځ ته را غلي دي اودمعدني کانونوټول عواید یی لوټ شویدي .
ځیني بمونه دافغانستان په خاوره کي تر اوسه پوري ښخ دي اوپه ډیرو ښارونو،کلیواو بانډوکي ددي ښخ شوو، بمونو په هکله کره او دقیق ما لومات نشته، اوهیڅوک یی د ښخیدوځایونه نه پیژنې.دملګروملتونه دبشری حقوقو نړیوال سازما ن وایی چي کم وزیات په ( ۵۰۰۰ ) ښخ شوي بمونه تراوسه پوري یواځي دامریکا یئ پوځونولخوا ه دافغانستان په خاوره کي ښخ شویدي اوکولای هرګړی دچاودني په وخت کي انساني تلفات ولری.
دافغانستان جګړۍ( ۸۰۰۰۰۰) اته سوه زره معیوبین اومعلول کسان دافغانستان خلکوته پري ایښی دي.
دبشری حقوقودنړیوال رپوټ له مخي په سلوکي ٪۷۰ سلنه معیوبین تر ۱۵ کالولوړعمر لري اوزیاتره یی بیکاره دي چي هیڅ کوم یو یی هیڅ عواید نلري. او بل داچي دمعیوبینو په ۷۳ کسانوکی یواځې شپږيی هیڅ لوست اوسوادنلری دنړیوال سازمان دراپور له مخي په ۲۰۰۵ کال کي ویل شوی وه ،چي دافغانستان دخلکودهری پنځوکورنیودغړوڅخه یوتن معیوب او معلول دی . دغه احصائیه ښیي چي په سلوکي ٪۳۶ سلنه جسمي او فزیکۍ معیوبین، ٪۲۶ سلنه رواني معیوبین،۲۰٪ سلنه فکري او ذهني معیوبین او ٪۱۰ سلنه په نورومرضو اخته معیوبین وجود لری.
راپور زیاتوی چي دغه ډله معلولین دژوندانه دټولوښيګڼو څخه محروم دي اوپه ډیرسخت حالت کي شپي اوورځي تیروي.دوی دژندانه دلمړنیواړتیاووسره لاس اوګریوان دی اودمرګ او ژوندپه سختوکړاوونوکي راښکیل دي .
دغه نړیواله ټولنه خبر ورکوي ،کوم وخت چي په ۲۰۱۴ کال کي بهرنیان له افغانستان څخه ووځې دافغانستان په خاوره کي به ( ۴۵۰-۱۵۰۰ ) دپوځي امریکایانو اوناټو جنګي اډي وچاته پاته شي؟ اوهغه ښخ کړی بمونه به څوک ،چیری او دچاه لخوا له خاوروڅخه را ویستل شي ؟ .تیره اووني یوي امریکا یی کمپني د (۳۰ )میلیونو ډالرو په لګښت یو قرارداد تر لاسه کړي چي په افغانستان کي به دامریکایانودوتلووروسته دښخ سووبمونودله منځه وړلو لپاره په کارولګوي. په دغه قراردادکي دبګرام هوایی اډۍ اودافغانستان نوري سیمی شاملي دي چي د۵۰۰۰ ماینونو په له منځه وړولوکي به مرسته وکړی.
افغانستان په ۲۰۰۸ کال ددیسمبر په دریمه نیټه او د ۲۰۱۱ کال دسپتمبر په ۱۱ نیټه دنړیوالوسازمانونو سره دماینونو اووسلودله منځه وړولولپاره دنړیوال کنوانسیون په سندکي امضا کړ یده.