په دايره کښي کائنات او په کائنات کښي بلا رنګونه

د لراوبر اداره | جنوري 25th, 2013


کائنات: د ستورو ، سپوږمئ، او لمر کائنات، انساني نظر ته داسي ښکاري لکه کائنات چي په يوه دايره کي راغونډ يي. دا دانساني نظر وهم هم کېدې شي، که ورته ځېر شو انسان د دايرو راکښلو پخوانې لېوال دې. په دومره وېړ کائنات کښي که دائره نه وي نود انسان زړه خو به له يري پړک و چاودي.

بيا چي کائنات ته ځير شو نو هر څه په داېره کښي متحرک دي. زموږ مزکه، لمر، سيارې، او ښکاره کائنات ټول. مولانا جلال الدين بلخي به هم کېدې شي له دې حرکت سره د سمون لپاره رومي رقص غوره کړې وي. ځينې (بعضې) تاريخ پوهان د تاريخ په يوه داېره کښي د حرکت منونکي دي. ځکه خو وائي چي تاريخ بيا بيا خپل ځان تکراروي.

په داسي مدور حرکت کښي زه او عمر عسکر سره مخامخ شو. ده پخپله داېره کښي خپل کائنات راخستې وو (کتاب هم يو ستورې کېدی شي. يو ژوندی اور، چي تياره رڼا کړي او بيا کائنات ته مخه وکړي چي تل مخ په خورېدو دې). ماته ښکلې ښکاره شو. هسي هم هر سړی په خپل وجود کښي يو مائکرو يونيورس (وړوکې کائنات) وي. او د انسان تخليق (که د لاس په هنر وي، که د قلم په څوکه) دده د کائنات مظهر وي. زه له دې کتاب سره يو نوي کائنات ته په سفر ولاړم.

په سفر چي روان شولم، اول څلې دا په مخه راغلې

څيري لمن کي نه ځايږي اميدونه ياره

انسان ټول عمر د هيلي او يري په منځ کښي تېر کړي. که ورباندي يو کيفيت مستقل شي بيا د ژوند او ژوندون ټولي لاري بندي شي. هسي هم کائنات، د دې حرکت او ارتقا په په خپل منځ کښي په مغايرو قواو تکيه کوي. هم داسي “هيله” سړي ته اسره ورکوي چي له يوه حالت بل حالت ته حرکت وکړي. يوه “ويره” يې راګرځوي چي نه ګوره هلته څه وي؟

نقاب به زه کړم لري ستا له مخه خو تر اوسه
څــه زړه دی اندېښمن څــه جراتونــه اندېښمن

ژوند په حرکت ولاړ دې. انساني ذهن د مادي دنيا له حرکت سره سم په حرکت کښي وي (کله ګړندی، کله پاته)، د شاعر تخليقي شعور څنګه په يوه ځای درېدلې شي؟ دومره ډېرو انديښنو کي هم د ګل ارمان له زړه څخه نه وځي که له توانه ووځي هم.

نسيمه! راوړه تر قفســـه ګلان
د زړه بلبل مي پروبال نه لري

دا بې تابه تمنا، دا نه پوره کېدونکې ارمان هم عمر برباد کړي. نطشے وئيل چي تر ټولو ستړې کونکې بد “هيله” ده. دا د انسان مصيبتونه اوږده کړي. عسکر به هم له داسي زړه چاودونکي تجربې تېر شوي وي.

پـــه بيديا کي د لالـه و ملګرتيا ته
د ګلاب ځګر پاره شو مرګنی شو

بل چا به دا کيفيت دومره ښکلې انځور کړې وي؟عسکر داسي د زړه تل ته کوز شوې او دومره په هنر يې د ښکلو ټکو جامه وراغوستې ده. شعر هلته ژوندی شي چي د تجربې په بٹئ کښي وسوځي. او د شاعروکړيدلي احساس ته چي د تجربې پس، د تخليق کوم بوږنونکي وختونه ګوري په هغه يو مور پوهيږي يو تخليق کوونکې. عسکر يې هم مني چي

هـرخـبر د خپـل خبر پـــه اثـر ليـکم
زه چي ليکم، رښتيا ليکم جوهر ليکم

لکه مخ کښي چي مي ووئېل يو کيفيت نه دې په دې کتاب کښي، د رنګونو ارداوه ده چي وږې وجود پرې نه مړيږي. هم دا بېل بېل کیفیتونہ راته ښائي چي شاعرله چاپيريال څخه بېل نه دئ. يو تخئيل پرسته شاعر نه دې. د ده په ژبه “ګرفتار چي وي د ذات په دائره کي”… ژوندې دې، په ژوندئ ټولنه کي چي يې څه په زړه تېريږي هغه ته د کړسند احساس په ژبه اظهار وربښي.

طمع د کوم غېرت اوپت به ترې کومــــه مورکۍ
لاس و ګرېوان چي سره اوسي په کابل کي خلګ

څومره ستړې دې له دې خپل چاپيرياله. څومره ډړد دې…

لا خــو د بېټ نيـــکه دعــــا پــه سردرو کي اورم
وګړي ډېر کړې خو ډېر نکړې په ځنګل کي خلګ

تـــا پخپـله ګناه نيسي ما پخپــــله
زما ګناه، په بلاګانو کي اسير يم

بلاګاني اوس په ښار دي روژدي سوي
لــه ماښـــــامــه خـلګ وتــړي ورونـه

د تورو بلاګانو په ټبر کي ښکلا ستائيل څومره ګران کار دې. د عسکر زړه، د شاعر زړه دې،چي ټول ژوند د ښکلا په لټون وي. دا يو منظر يې څومره ښکلې بيان کړې “په خاټول ګل سپينه کبلۍ په نڅا”

خيــالونـــه د جمـال يې مجسم وينم همېش
شفق چي سازوي راته رنګونو کي څېرې

د خپل وجود د تخليق خوند بيا بېل وي. په يو داسي کيفيت کښي چي هم ساقي يې هم شراب هم پيمانه

عسکره غواړم اوس ديدن يې د وجود په سترګه
پردي د خيال بـــاندي شو ټولـه تصويرونه خيال

هو د وجود په سترګه… “چا رڼا لېدلې په ړندو سترګو”، د وجود پرواز هم ګړندی وي هم شوخ خو وزر د مجاز وي. سړی پرې يريږي هم. په نيمه لار کښي بيرته راستون شي او دا کيفيت وګورئ په څه الهامي ژبه يې اظهار شوې

مکان کي اوسو خو له ځانه مو ځان دی هېر کړی
کــــه دېوال نه وای استوګن د لامکان به وو موږ

د ژوند د عبث تلو خیال خو مرگنی کړي سړی. “شيرين عمر چي تيريږي دريغه دريغه”.. عسکر واورئ. ستاسو احساس يې نه دې ليکلې؟ دومره ښکلې اظهار چي سړی وائي “هم دا خو ماوئېل”

څــه د بېلتون څــه د بې قدره زمانې پـه ســــوب
دي تا عسکر! لکه څراغ د غريب کور لوګی شو

د غزل له خونده چي نظم ته راشې نو د “زخمي روح ارادې” به يې واورې د پښتنو له وياړه ډک تاريخ به ټول درته تجسيم شي. داسي هم نه چي بس د تېرو وختونو سرودونه دي، بلنه درکوي چي

څه خو سوچ ورته په کار دی
چي کائنات د کومي خوا نه
کومي خوا وته روان دی

د نظم لمن پراخه وي. د بېلا بيلو موضوعاتود اظهار لپاره غوره دې. عسکر هم ورسره پوره انصاف کړې دې. په دې برخه کي د کرفيو خبري شته، هغه چي لار غواړي هغو ته سپي ولاړ وي د سپيو غندنه پکښي شته.

د حيرتونو پکښي يو جهان خوندي دئ کله د انار له ګل نه تپوس چي په يوه وړوکي وجود کښي دومره غمي؟ کله له ځان څخه تپوس چي زه نه وای نو به څه وای؟ کله بيا حيرت وړې په يوه وړه کوزه کښي دريابونه څنګه ځای دي؟ کله بيا له ځان سره ږغيږي چي “څوک په ځان باندي خبر دې”.

د “خوب په کيسه” کښي د ژوند، د اروا وږو خلګو خبري دي چي هر څه يې څټلي دي. د جانان وطن پر مخ د پرېدئيو “کرښو” دړد يې سندره کړې، د موضوعاتو په دې تنوع کي “د وطن مينه” يې نه ده هېره، په لپو لپو اوښکي ورسره بدرګه کړي وطن ته دعا کوي. د داسي ټاټوبي ارمان کوي چي جبر، ظلم او نا انصافي پکښي نه وي.

په دومره ګړځ کښي هم، شاعر موسکې دې. دا هائيکو ولوله. ځلانده انساني احساسات، د احساس په ژبه

زه به تېريدم
تا به پټ راته کتل
ګلي خبرېدم

له وېړ کائنات نه، خپلي دنيا ته مراجعت

زما وړه دنيا
زه پکي خوشحاله يم
خوند، خندا ويړيا

او په پای کي يوه وېره

او دا زموږ د ميني ښکلې ماڼۍ
که د حالاتو په نظر کي راغله
لا د بېلتون تندي سيلۍ کړه مسمار

بيا به زه چرته ځمه
بيا به زه چرته اوسم
بيا به زه څه کړم ګلي

Copyright Larawbar 2007-2024