کور / تازه خبرونه / امریکا به ترهګر په پاکستان کي په نخښه کړي

امریکا به ترهګر په پاکستان کي په نخښه کړي

د امریکا د دفاع وزارت وایي چي په پلان کي لري د ترهګرو د پټنځایونو پر مرکزونو باندي بی پیلوټه هوایي بریدونو ته دوام ورکړي . د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري حنا رباني کهر د پنجشنبی په ورځ د پاکستان د سنا مجلس ته وویل چي دا اعلان د بارک اوباما د هغي وینا سره کاملآ سرچپه اعلان دی کوم چي نوموړي دجمهوري ریاست د دوهمي دوری د پیل په لوړه کي ویلي وه . کهر د بی پیلوټه هوایي بمباردچاره د خپل هیواد پر حریم مستقیم تجاوز ګڼي . د خارجي دیپلماسۍ کارپوهان په دی اند دي چي د پاکستان حکومت دا ناری سوری یوازي پر میډیا اوچتي ساتلي خو د دروازو شاته بیا د امریکا سره مخالفت د پاکستان د ملي ګټو په ګټه نه بولي . له بله اړخه امریکا اوس د افغانستان تر کلو د پنجاب د تبلیغیانو خوني غواړي په پنجاب کي ولټوي .