کور / تازه خبرونه / د غزني اولسي وګړي د دولت له مخالفینو سر ټکوي

د غزني اولسي وګړي د دولت له مخالفینو سر ټکوي

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ خلک وايي چي مسلح خلک د دوی مسجدونو او کورونو ته راځي اودوی مجبوره کوي تر څو د پاڅونکونکو پر ضد د غزني ښار کوڅو ته ووزي او مظاهرې وکړي . دوی وایي چي ټوپکوال د پاڅونکونکو او محلي پولیسو سره د مخامخ جنګ توان نه لري نو ځکه اولسي خلک د ځان په ګټه استعمالوي . اولسي وګړي وایي چي ټوپکوال له هره کوره یو یا دوه کسان د کلیو مسجدونو ته ورغواړي او هغوی ته وایي چي ولاړ سي او د غزني د والي څخه په اندړو کي د محلي پولیسو د پروګرام مخه ونیسي او پاڅونکونکي وځپي .