میرمن او جسم پلورل

د لراوبر اداره | فبروري 10th, 2013


داقتصاد په ازاد بازار کی که له یو خوا هر قانون اخلاق او انساني قدرونه پلورل کیږي، له بلي خواانسانی غوښه تر هر څه وړیا ده. د نورو پلورونکو توکو په څیرمیرمنه هم د یو توکی په توګه پلورل کیږي. د واکمنانو او پانګوالو له خوا په خلګو ورتپل شوی قیمتي، بیروزګاری، او دجبر د وجي څخه ټولی ټولنیزي رښتي خوری وری او له منځه تلونکی دي. د بیوځلۍ او حالاتو څخه کړیدونکي میرمني د جسم پلورلو په مارکیټونو کي ځان ته روزګار لټوي. کار ته اړی میرمنې چې د روزګار لپاره مارکیټ ته مخه کوي تر هر څه لومړی جسم پلورلو ته اړ ایستل کیږې. د دی څخه پرته د کار پیدا کول ناشوني دي.په داسی کړکیچنو حالاتو کی یوه میرمنه له همدی شرطو نو سره کار کولې شې، هر وخت د جنسی تیری د ګواښ سره مخامخ وي. او په ځانګړي توګه وروسته پاته هیوادونو کي ګڼ شمیر میرمنې ځان پلورلو ته اړي دي. او د اقتیصاد د راپریوتواو بل کار د نه پیداکیدو په وجه جسم پلورل ډیری کورنیو ته د ژوندی پاتی کیدو اسانتیا برابروي په ډیرو هیوادونو کې دننه او باندي هیوادونو ته د جسم پلورونکو میرمنو وړل راوړل یو په زړه پوري کار ګرځیدلی دي. خو له دی سره سره هره ورځ د ټلویژنونو او رسنیو له لارې اورو او ګورو چې د میرمنو د حقوقو خوندی ساتلو لپاره غونډې او ناستې کیږې. خو بیا هم په دي راکړه ورکړه کې هره ورځ ډیروالی تر سترګو کیژې لوی لوی مبلغین، عالیمان او منځنی پانګوال او این جی اوز هم د میرمنو د حقوقو په نوم کاروبار ځلیدل غواړي، او د اخلاقو اجاره داران یې د ځانونو څخه جوړکړې دي، خو په رښتیا سره همدا عناصر تر پردی شاته په همدی راکړه ورکړه کې لاس لری.

په اوسني نظام کې ټوله حاصلات د پاکګوالو شتمنی ده همدارنګه دا کاروبار هم د همدغو ادارو ښتمنې ګڼل کیږې. لوی لوی مشاورین، وزیران، لوړ رتبه ماموران، سیکټر صاحبان، سفیران او امیران د میرمنو له عزت سره لوبی کوي،دخپل هوس حاصلولو لپاره د میرمنو د اړتیا څخه ناوړه ګټه پورته کوې. خو له بلې خوا همدا صاحبان د میرمنود پردی او عزت ښونکې دي. او په ځانګړي توګه تش په نامه اسلامې هیوادونو کې خو تنکي ماشومان هم د جنسې تیری ښکار دي. لوږی او بیروزګارۍ ماشومان هم دي کار ته اړ ایستلی دي. په شکاره خو په دي هیوادونو کې جسم پلورل غیرقانونې دي خو په رښتیا سره په همدی هیوادونو کې تر ټولو ډیر کیږې. مذهبی بنسټپالې او د لبرلیزم دعوه کونکې دواړه د همدي پانګوال نظام ساتونکې دي. ترڅو چې دانظام له منځه نه وي تللی تر هغو به همدا جسم پلورل دوام لری. په افغانستان کې دننه داستونزه یو کړکیچن پړاو ته ننوتې ده لوږه تنده ناامنیتي او بیروزګاري ددی سبب شوي دې چې میرمنې د ځان کورنې او ماشومانو د ساتلو لپاره همدي دندی ته مخه کړي. دهیواد په هر ولایت کې هره ورځ په زرګونو میرمنې له همدی لارې ځان ته د خوراک څښاک او ژوند بنسټیزي اړتیاوي پوره کوې. ددی لپاره یواځی میرمنې نه بلکه تنکې ماشومان هم کارول کیږې. دیو اندازی سره سم یواځي په کابل کې تر شل زره ډیرو کورنیو ژوند له همدی سره تړلی دي. ددی مقصدونو لپاره کاریدونکې میرمنو عمرونه له ۱۲ بیا تر ۲۲ کالو پوری دي ۳۵ سلنه جوړوي. په افغانستان کې پانګواله طبقه په هیواد دننه او د باندې میرمنې د خپلو رنګینو ماشامنو لپاره راغواړي. د ایران، تاجکستان، چین، فلپاین، یوګنډا او نورو هیوادونو څخه هره ورځ په سلګوکو میرمنې راوړل کیږې. او ماشومان هم له دی څخه خوندې نه دي. د هیواد په ګوټ ګوټ کې هره ورځ لسګونو پیښې کیږې. جبری جنسی تیری او د هغو وژل عادی شوي دي. او داسی یواځې یوه پیښه هره ورځ تر رسنیو هم رسول کیږې. دا هغه څه دي چې د زبیښاکی پانګوال نظام له خوا اولسي وګړو ته د لوږې او روزګار په بدل کې د سوغات په توګه ورکول شوي دي. په هیواد کې اوسنی واکمنان چې ډیری یه جهادی مشران جوړوي په همدې کار کې پراخ لاس لرې. دوی ځانونو ته په میلیونونو ډالر وګټل ودانۍ او ځمکی یه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې واخستل او اولس ته یې په بدل کې همدا ناورین ور په برخه کړ. دا کار یواځې اوسنی ندي د افغانستان یو پوره ځانګړی باب پروت دي. تر اوسني دولت له مخه هم د طالبان په دولت کې ډیری هغه کورنۍ چې روزګار یې نه وو دهیواد څخه مهاجرت ته اړ او په نورو هیوادونو کې یه د خپل ځانونو او اولادونو د ساتلو لپاره یې همدې دندی ته مخه کوله، چې په دی کې تقریبآ۳۰۰۰۰۰ میرمنې ښکیل وي په پاکستان، ایران، منځنۍ اسیا، اروپا،او اسټرالیا کی په دی دنده کې ښکیل وي. او د مجاهیدینو د جهاد او مقاومت په وخت کې هم دی کار دوام لرلو او تر دینی جزبي لاندي ډیری عرب او پنجابیان د افغان میرمنو سره د یو ځای کیدو څخه برخه من شؤ.اوس هم دا کار په چټکې سره په هیواد کې وده کوي. او د طالبانو تر واک لاندي سیمو کې هم په دی سرعت سره وده کوي.

د افغانستان څخه دباندی نور هیوادونو کې هم دا عمل پیچلتوب غوره کړی دي. هندوستان چې اوس محال په نړیواله توګه په چټکۍ سره اقتصادی پرمختګ کوي.هلته د پیسو ګټلو لپاره جسم پلورل قانونې اجازت لري. او په دی بازارکی د جسم پلورنکو شمیر ورځ په ورځ د ډیروالی په لور روان دي. یواځې په کلکته کي تقریبآ۵۰۰۰۰ په شاوخوا کې کم عمره ماشومان چې د۱۰ څخه تر ۱۷ کالو پوري عمر لری ۸۰ سلنه یې جنکۍ دي په کلکته کې د دی دندی لپاره کارول کیږې. او د کلکتی څخه باندی هم وړل کیږې. په هند کې هر کال یو کروړ شل لکه جنکۍ پیدا کیږې چې په هغه کې ۱۰۰۰۰۰۰ تر لومړۍ کلیزی د مخه مړی کیږې. ددولت سره ددی دندی لپاره راجستر میرمنې ۷۰۰۰۰۰ دی خو د یو اندازی سره سم لږ تر لږه ۶۰۰۰۰۰۰ میرمنې او ماشومان په دي دنده بوخت دی. چې په دي کي ۲۱۰۰۰۰۰ جنکۍ د ۱۸ کالو څخه کمکۍ دي. دا هغه شمار دي چې د ځانګړو پلورنتونو څخه اخستل شوی دی.

پاکستان هم په دی لړ کي خپل مقام لري. د یو سروی سره سم یواځي په ۲۰۱۱ کې ۲۳۰۳ د تنکیو ماشومانو سره د جنسی تیرې بیښې راپور شوې دي. خو اصلی شمار ددی دری چنده دی چې هیڅ راپوریې هم ثبت شوي نه دی. په لاهورکې چې د پاکستان یو مرکزی ښار دي په لکونو میرمنې هره ورځ جسم پکې پلوری یواځې په بس او اورګاډی تم ځایونو کې ۳۰۰۰۰ کم عمره ماشومان ددی دندي لپاره کارول کیږې. د پاکستان په څیر هیواد کي چې ۷۴ سلنه میرمنې یې د علم څخه بی برخی دي. او د نړیوال بانک د راپور له مخی ۵۸ سلنه خلګ یې د غربت تر کرښې لاندی ژوند کوي. ددی کار لپاره هره ورځ نوی میرمنې مارکیټونو ته مخه کوي. د کراچۍ په یوه سیمه ۹ زیرو کی تر شل زره پوری تنکې ماشومان په دي دنده بوخت دي. او ډیری داسي ماشومان او میرمنې شته چې په نسلونو نسلونو په دی دنده کې پاتی دي. په پاکستان کې هرا منډۍ د نړۍ دومه ستره منډۍ بلل کیږې. په ټول پاکستان کې لږ تر لږه ۲۰۰۰۰۰۰ په خوا وشا کي ددی دندي سره تړلی دي.د سروی په رڼا کي په سوهیلې اسیا کې له ۳۰ تر ۳۵ سلنه پورې کم عمره ماشومان د دی دندی لپاره کارول کیږې.

همدارنګه په بنګالدیش کې د یونسیف د راپور په رڼا کې په تم ځایونو او پارکونو کې۱۰۰۰۰ تنکې ماشومان د دی حدافو لپاره کارول کیږې. د حالاتو د خرابتیا او پانګوال نظام د زبیښاکی پالیسی په وجه هره ورځ میرمنی جسم پلورلو ته اړ ایستل کیږې.د بنګالدیش ګارمنټس فابریکه د نړۍ دومه ستره فابریکه بلل کیږې. ۹۰ سلنه کارکونکې یه میرمنې دی. خو بیا هم د دوي معاش دومره لږ دي چې میرمنې په دی فابریکه کی د کار په ځای جسم پلورل د ځان لپاره غوره بولې.

ایران هم په دی کتار کې ولاړ دي، چې د یو راپور په رڼاکي ۳۰۰۰۰ ایرانۍ میرمنې د عرب امارات د دوبۍ په ښار کې جسم پلورلو لپاره قانونې اسناد لری. او هر کال د ۱۰۰۰۰۰ په شاوخوا کې میرمنې عرب امارات ته د دي راکړی ورکړی لپاره ځې. او په خپله دننه په ایران کي هم مخ په وده روان دي. روس او تاجکستان هم په نړۍ کې پیژندل شوي. په اروپای او اسیاې هیوادونو کې ددی سیمې میرمنې خپلو اولادونو او ځانونو ته خوراک ځښاک برابروي. او په اروپای هیوادونو کې هم دا کچه ورځ په ورځ مخ په وړاندې روانه ده. او جسم پلورلو لپاره اروپای هیوادونه په زړه پوری بازار دي. او ددی کار څخه لاس ته ورتلونکی پیسې د اروپا په اقتصاد کي ځانګړی رول لرې.

عرب هیوادونه د جسم پلورلو لپاره یو ځانګړی مقام لری چې په نړیواله کچه پیژندل شوي دي. د جبر او ظلم نظام ځپلی میرمنې د روزګار پیداکولواو جسم پلورلو لپاره د همدغو درنده صفته انسانانو هیوادونو ته مخه کوې،چې د پانګوال نظام پیروکاران دي. دی هیوادونوته ډیری ورتلونکې میرمنې دشمالی او سوهیلی کوریا، نیپال، هند، بنګالدیش، پاکستان، هندونیزیا، ایران، روس اروپایې او افریکاي هیوادونو څخه هر کال په لکونو میرمنې عربو شتمنو هیوادونو ته ځې. خوهلته د جنسې هوس لپاره کار ځنې اخستل کیږې. په دي کې هغه نړیوال سپلای شرکتونه چې د انسانانو په لیږ رالیږد کی لاس لري برابر شریک دي. او دا کار ددغوشرکتونو لپاره پیاوړی اقتصاد تشکیلوي، چې په نړیوال پانګوال نظام کي قانونې حیثیت لري. په سعودی عربستان، کویت، عرب امارات، قطر، اردون په هره کورنۍ کې تقریبآ یوه خارجي میرمن د خادمی په توګه کار کوي چې د جنسې تیری سره هم مخامخ دی. په همدي هیوادونو کې داسی کورنۍ هم شته چې د ۲۰ څخه زیاتي میرمنې د خادمانو په توګه کارکوي. او په دومره شمیر سره خادماني یواځې د جنسی تیرې لپاره ساتل کیږې. او دا عمل د دی ټولو اسلامی هیوادونو د دولتونو له خوا قانونې جواز لري. د تش په نامه اسلامی هیوادونو د وګړو دا جنسې لیونتوب هغې کچې ته رسیدلی دی چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ دی. الیزا د فلپاین اوسیدونکې ده د کویت په یوه کورنۍ کې د خادمی په توګه دری میاشتې کار کړی دی هغه وای چې کورنۍ د خاوند له خوا او د هغه د زوی له خوا به ورسره هره ورځ جنسي تیری کیدو او د میاشتنۍ ناروغۍ په ورځو کي به هم ورسره دا تیری کیدو. هغې زیاته کړه چې وروسته له دریو میاشتو می د معاش غوښتنه وکړه هغو زه ووهلم او زما ضمانت کونکې شرکت ته یې شکایت وکړ چې ګواکې ځه کار نه شم کولی او معاش یې راڅخه وګرځولو. د افغانستان یو بل اوسیدونکی شیراحمد چې په یو بله عربه کورنۍ کې یه د ساتونکې په توګه کار کړی، وای چۍ د یو میرمنې له خوا جنسي تیری ته اړ ایستل شوم خو په انکار سره یې د دندی ګوښه کړم اومعاش یې هم راڅخه وګرځولو چې ۴۰۰۰۰۰ افغانۍ جوړیدی. داسی په زرګونو پیښې هر کال په دی هیوادونو کی کیږې. خو د بیوځلو مسافرو غږ تر یو چا هم نه رسیږې. او دولتونه د خپلو ځای اوسیدونکو پوره ملاتړ کوي او د خارجی وګړو سره د غلامانو په څیر چلند کیږې. دداسې میرمنو شمیر په لکونو دي چې په عربو هیوادونو کې ورسره جنسې تیری کیږې. او په دي سربیرډیری عرب نورو هیوادونو ته د خپل جنسې هوس د پوره کولو لپاره ځې. په هند کې د ورستیو راپورونو له مخی چې د یو ذدکونکې سره د جنسي تیرې وروسته مخی ته راغلې دی ویل کیږې چې هر کال بی شمیره عربان هند ته یواځې د جنسي هوس د پوره کولو لپاره ځې. اوډیری یه د پاخه اوزیات عمرلرونکې عربان دي. دا عربان د هند میښتو مسلمانو جنکیو سره ودونه کوې. دا ودونه اونیز او میاشتنې وی ددی ودونو ښکار بیوځله مسلمانې جنکۍ دی چې د ۱۵۰۰۰ څخه بیا تر ۱۰۰۰۰۰ هندی کالدارو په بدل کې د دی درنده ګانو د هوس په لومو کې راګیر کیږې. هندی رسنۍ زیاتوی چې د ا جنکۍ د څو اونیو وروسته پریښودل کېږې. ددوی د عمرونو په هکله ویل کیږې چې د ۱۲ بیا تر ۱۷ بوری دي. هم دا جنکۍ بیا جسم پلورنتونونو ته مخه کوې. او به عربو هیوادونو کې دا کار په تندی سره وده کوي.

دا نظام چۍ پکې یواځې د ګوتو په شمیر پانګوال د ۷ اربه انسانانو زبیښاک کوي د هغوې له جسم او عزت سره لوبی کوې. د خولې ډوډۍ ورڅخه وړی او ټوله پانګه په جیب کې اچوې. دخوني ښامار په څیر د خلګو ستونی پری کوي. دی نظام موږ ته یواځې لوږه، تنده، مرګ او رسوایې را بښلې ده. د انسانیت ښیګړه ددی نظام په له منځه وړلو کې دي.یو ټولنیزه نظام زموږ ستونزی هل کولي شې.

waliolaaspal@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024