د عوامي نیشنل ګونديو مشر وژل شوی او بل ټپي دى

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اپریل 15th, 2013


پېښور:د خیبر پښتونخوا په سوات کې د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر مکرم شا په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی. باروت له مخکې نه د مکرم شا په ګاډي کې اېښي وو، کله چې نوموړی په ګاډي کې کښېناست، نو چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې نوموړی ووژل شو. پېښه مینګورې نه درې کیلو متره لېرې په منګلور سیمه کې وشوه. مکرم شا د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر او د منګلور امن کمیټۍ غړی و. له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو څېړنه پیل کړې ده. د يو بل خبر له مخې په چارسدې کې د عوامي نیشنل گوند دغړي معصوم شاه پر انتخابي غونډه د چاودنې له امله معصوم شاه او درې نور کسان ټپيان دي د پاکستان د طالبانو تحريک ددواړو پېښو پړه منلې ده

Copyright Larawbar 2007-2024