زابل خلکو له بیکاري څخه سرټکوي
جاويد احمد تنوير
دقلات ښار پر عمومي پلکه ولاړ سلګونه اوزګار کسان وایی دخپلو بچیانو لپاره دیوي ګولي ډوډۍ دپیداکولو په نیت په ورځو ورځو اوزګار ناست وي ،، دغه کسان وایی دولت ورته دکار زمینه نه برابره وي چی له امله یی دکورنۍ غړي دمجبوریت له مخي سوال او فقر ته مخه کوي ، داوزګارو کسانو په خبره په سیمه کی شته شرکتونه دکار پرمهال دبهرنیو هیوادنو څخه کسان راولي او پری کار کوي چی دغه موضوع دښار دبی کارو کسانو شمیره زیاته کړي ده
دزابل دکار او ټولنیزو چارو رئیس محمد رسول عزیز دغه ستونزه مني او زیاتوی چی ددوي امکانات دومره ندي چی دټول اوزګاروکسانو دي پري ستونزه هواره شی ، نوموړي وایی بیا یی هم په مرکزقلات کی دخلکو لپاره بیلابیل پروګرامونه او ورکشاپونه پیل کړی ترڅو دغه کسان دراتلونکي لپاره وروزي او اقتصادي حالت سم کړي ،
داوزګاروکسانو دزیاتوالي ستونزه نه یوازي په زابل کی ترسرګو کیږي بلکي پدی هیواد کی ورځ تربلي دخلکو اقتصادي وضعه مخ په خرابیدو ده ، یوشمیر کسان وایی ترهغه چی دولت دخلکو لپاره تولیدونکی کمپنۍ جوړي نه کړی نو پدی هیواد کی به خلک له روان ناورین سره مخ وي ،