په کابل کي یوپولیس ددندي پرمهال دیوه جګپوړي چارواکي دزوی لخواه سخت وډبول شو
59
کابل: دطلوع تلویزیون دنن ورځي یوخبروایې ،چي نن پنجشنبه دافغانستان لويه څارنوالې پریکړه وکړه ،چي دهغه افغان پولیس دوسیي ته رسمي بڼه ورکړي ،کوم چي دوي ورځې مخکي دافغانستان دملي اردودلوی دستریز جنرال شیر محمدکریمي دزوی لخواډبول شوی وو.
دلوی څارنوالې ویاند،بصیرعزیزی نن رسنیو ته وویل ،چي ددي پیښې په اړه یې دافغانستان دملي دفاع وزارت دنظامي ریاست څارنوالي ته رسمي خبر ورکړی ،ترڅوددي موضوع په اړوندڅیړني اوپلټني ترسره شي . عزیزی زیاته کړه چي دموضوع دسپړولواوسپینولوپه اړه به دوهل شوی افغان پولیس څخه هم پوښتني اوګرويژني وشي. دهغه په وینادهیچا دکورني غړي اوهیڅوک نشي کولای دکوم لوړپوړي چارواکي دنامه څخه ناوړه ګټه واخلي. په دی اړوند هیچاته دقانون دماتولواوسرغړولواجازه نشته اودټولوخلکوحقوق په قانون کي یوشانته برابر دي.
دغه پیښه دوي ورځي مخکي دشپی پر شپږو بجوهغه وخت رامنځته شوه ،چي یوافغان پولیس ددندي پرمهال په خپله امنیتي پوسته کي دپل محمدخان سیمه ته نږدي دافغانستان دملی دفاع وزارت دلوی دستریز جنرال شیرمحمدکریمي دزوی موټر ودراوي اودهغه څخه یې داسنادوغوښتنه وکړله .وروسته دجنرال کریمي زوی هغه پولیس تروهلواو ټکولولاندي راوستی. چي ولي نوموړي افغان پولیس دهغه څخه دیوه ټیوټاکرولاموټردتلاشي غوښتنه وکړه.دشیرمحمدکریمي زوی دپولیس خبره ونه منله اوژر یې دملي اردو (۱۸)سرتیري راوغوښتل اوافغان پولیس یې ډیرسخت وډباوې. نوموړي افغان پولیس ته مخامخ وویل چي زه دجنرال کریمي زوی یم او ټول کابل ماپیژني بیانوته څنګه زما اوزما دموټرڅخه تلاښي اخلي.
دیادولووړ یې بولم چي دافغانې رسنیوله درپوټونوله مخي د(۱۳۹۰ )کال ددلوي دمیاشتي په ۱۸ نیټه دسه شنبه ورځ په امریکاکي دافغانستان داسلامی دولت لوی سفیر ښاغلي «اکلیل حکیمي» په خپله دافغاني سفارت کارکونکی اومستشاراودافغانستان دلوی څارنوال محمداسحاق الکودزوی هارون الکو لخواه دننه په سفارت کي وډبول شو. همدارنګه دافغاني تلویزیون له لاری ټولوافغانانو ولیدل چي دولسي جرګي دغړی اوپخواني لمړي منشي با ډیګاردهم یوافغان پولیس ترافیک چي ددوی څخه یې دموټر داسنادوپوښتنه کوله په لغتواوڅپیړوداسي شین کړي چي وروسته روغتون ته یووړل شو.وروسته دحاجی قدیرباډیګارددنوموړي ترافیک څخه په رسمي بڼه بخښنه وغوښتله.
په افغانستان کي دلوړ پوړوچارواکو دنامه څخه دهغوی دکورني غړي ډیره ګټه اخلي ،نوځکه دولتي مامورین اوملي پولیس پردوی باندي نافذشوی قانون نشي پلي کولای.