سوات کې هنري نندارتون پرانیستل شو

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 11th, 2013


سوات: د بي بي سي د خبر له مخې د سوات په سیدوشریف کې د “رنګونه” تر سرلیک لاندې یو نندارتون پرانیستل شو. دغه نندارتون به یوه اونۍ دوام وکړي. نندارتون کې د سوات د دریو او راولپنډۍ د یوې هنرمندې کار نندارې ته ایښی نندارتون کې پر لرګي، خطاطۍ او اوبرنګ شوی هنري کار نندارې ته وړاندې شوی. د سوات هنرمند ناصر شین د لرګي تابلوګانو کې د پښتون کلتور په اړه انځورونه نندارې ته ایښي. د نوموړي په وینا پښتانه، مهذب او سوله دوست خلک دي او د خپلې میلمه پالنې له کبله ټوله نړۍ کې شهرت لري، چې ده په خپلو انځورنو کې د همدې تصویر وړاندې کولو هڅه کړې. د راولپنډۍ خطاطې بشری ذیشان وویل، چې نندارتون ته یې د اسلامي خطاطۍ بېلګې راوړې، چې په کې یې د الله تعالی پیغام خلکو ته رسولو هڅه کړې.یو ځايي خبریال رشید اقبال سوات کې د هنري نندارتون پرانېسته د سیمې لپاره ګټور کار وباله، د هغه په خبره هنر د متمدیني ټولنې استازیتوب کوي. “دغه نندارتون له دې امله هم مهم بلل کېږي، چې د ځايي خلکو تر څنګ ورته له نورو سیمو هم مینه وال راغلي. ” د نوموړي په وینا له دغه ډول نندارتونونو څخه نړیوالو ته د سیمې یو مثبت پیغام رسېږي. دغه نندارتون له دې امله هم مهم بلل کېږي، چې د ځايي خلکو تر څنګ ورته له نورو سیمو هم مینه وال راغلي. د هنرمندانو په وینا له هنر سره مینه او تړاو فکرونو کې مثبت تمایل ته لار پرانیزي. د دوی په وینا څومره مینه وال، چې نندارتون ته ورغلي او د دوی هنر یې ستایلی، د دوی د تشویق لپاره ډېر مهم دی.

Copyright Larawbar 2007-2024