دحکمتیارډله په قطرکې دطالبانوددفترپرانیستل لویه تېروتنه بولي

59 | جون 24th, 2013


په کابل کی دګڼ شمېرورځپاڼو لیکنې او تبصرې په قطرکې دطالبانو دفتراو په دې اړه وروستیو پرمختګونو ته ځانګړې شوې دي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې دحزب اسلامي حکمتیار ډلې څخه په نکل لیکلي په قطرکې ددفتر پرانیسته د طالبانو لویه تېروتنه ده.حزب اسلامی استدلال کوي چې؛ قطرله سیاسي او اقتصادي اړخه په امریکا پورې تړلی هېواددی.
ورځپاڼې د حزب اسلامي د یوې سرچینې په حواله لیکلي، د افغانستان د ستونزې د حل یوازینی لار د بین الافغاني مذاکراتو په ترسره کولو سره پر یوې افغاني طرحې سلاکیدل دي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې لیکلي په قطرکې میشتوطالب استازو سهیل شاهین او شېرمحمد ستانکزي په خپلو کې لفظي شخړه کړې ده.ورځپاڼې د ډاډمنې سرچینې له خولې چې؛ نوم یې نه دی یاد شوی لیکي د طالبانو یو شمېر مسوولان د قطر دفتر لپاره د اسلامي امارت پر نامه ټنیګار کوي، خو یو شمېر نور له اسلامي امارت له نامه پرته چمتو دي، چې خپل فعالیتونه پیل کړي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي دغه شخړه د قطر دفتر د رییس طیب اغا په کور کې د طالبانو د دوو مهمو مشرانو شېرمحمد عباس ستانکزي او سهیل شاهین ترمنځ شوې ده.
محور:
محور ورځپاڼې لیکلي په قطرکې مېشت طالبان وايي، دهر ډول فشارونو باوجود هڅه کوي په قطرکې دمذاکراتو یوازینی چانس له لاسه ورنکړي.ورځپاڼه لیکي ددغه شورا د یوه مشرله تازه څرګندونو په ډاګه شوې چې طالبان له افغان جګړې نهایت ستومانه شوي.
چراغ:
چراغ ورځپاڼې بیا دملي امنیت د پخواني رییس له خولې لیکلي، په قطرکې دطالبانو استازي د پاکستان د استخباراتي سازمان غړي دي.امرالله صالح وايي، چې یادو غړیو په تېرو دولسو کلونو کې یو ځل هم دطالبانو له مشرملامحمد عمر سره نه دي کتلي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي طالبان غواړي؛ چې دوه نوردفترونه په سوډان او ایران کې پرانیزي.یاده ورځپاڼه وړاندې لیکي، طالبان کوښښ کوي چې په نورو هېوادونو کې هم خپل دفترونه پرانیزي.
ملي باور:
ملي باور ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې پوښتنه کړې د کابل او اوشنګټن له کړکېیچنو اړیکو څوک ګټه پورته کوي؟دمطلب دلیکوال دمعلوماتو له مخې دقطر دفتر پرسریووار بیا د افغانستان او امریکا اړیکې خړې پړې شوې که څه هم افغان کارپوهان امریکا له افغان کشالې سره په دوه مخې سیاست تورنوی،خو دا اندېښنه هم ترټولو مخکې ده چې ایران او پاکستان له داسې حالاتو پخپله خوا ګټه پورته کوي.
د لیکوال په اند پاکستان له دا راز حالاتو په ګټې د ځان لپاره د امتیازاتو په لټه کې وي او ایران په دې هڅه کې وي چې خپلې غرضي ستراتیژۍ په دې تشه کې پلې کړي او په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼه لیکي د ملي امنیت شورا ، په قطر کې دطالبانو د دفتر په اړوند دافغانستان د دولت له وروستي دریځ ، او دافغانستان دخلکو له پراخ ملاتړ هرکلی وکړ او هغه یې وستایه.

Copyright Larawbar 2007-2024