ناپیژندوشکمنو وسله والوپه ده سبزکي پرپولیسوبریدوکړي

59 | جون 24th, 2013


کابل:دکابل څخه راغلي خبروایې،چي نن غرمه دکابل ولایت دده سبزولسوالي په سیمه کي ناپیژندووسله والودپولیسوپرکاروان ډزي پیل کړي. دسیمي امنیتي چارواکي وا یې چی بریدهغه وخت پیل شو،چي دڅآرنوالي دڅیړونواوپلټنودهیئت یوه ډله دپولیسواو دچاپاني انجنیرپه ګډون هغي سیمي ته تللي وو،ترڅوځیني کسان لکه جنت ګل دالله ګل ورور،چي دولسی جرګي غړي دی دځمکي دغصب په تور ونیسي چي،ناڅاباپه دوسله والوتربریدلاندي راغلل اوڅلورپولیس پکي ټپی شول.
دولسي جرګي غړی الله ګل مجاهد رسنیوته وویل،چي دولت په ده سبزسیمه کي غواړي دخلکو داستوګنځي ځمکي اوکورونه چي تراوسه نه دي استملاک شوي خراب اوویجاړ کړي او پر هغه خاي باندي نوی شهرک جوړ کړي.
الله ګل وایی چي پولیسوپرځایې خلکو باندي ډزی پیل کړي په پایله کي (۷) اووه تنه ځایې خلک ووژل شول اولس تنه یې ټپیان شوي دي.
ځیني راپورونه وایې چي دپیښې وروسته دده سبز دسیمي خلکوددولت پرضدپه یوه پراخ لاریون لاس پوري کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024