جېمز داينز کابل ته راځي

عطاالله محمدي | جون 24th, 2013


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته راځي.
تمه کيږي د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى جيمز دابِنز چي د طالبانو او کابل ترمنځ د مذاکرو د هڅو مشري کوي، نن کابل ته را ځي
دابِنز به په قطر کي د مذاکرو او د طالبانو د دفتر په اړه له افغان چارواکو سره خبري کوي.
په دي اړه نور جزئيات نه دي ورکړل سوي
تر دي مخکي د شنبي په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري وويل؛ چي که چيري طالبان د ښه نيت له مخي خبري اتري ونه کړي، د قطر دفتر يي ښايي وتړل سي

Copyright Larawbar 2007-2024