دمصرپه تاوتریخوالي کي (5)کسه وژل سوي اوپه لسګونونورټپیان دي

59 | جون 29th, 2013


مصر:دمصردولسمشر،محمدمرسي(اخوان المسلمین) دپلویانو اومخالفینوترمنځ په نښتو کې دیوه امریکایي ژورنالیست په ګډون درې تنه مړه اولسګونه تنه نورټپیان شوې دي.
دمصرامنیتي چارواکي وایي،چې دغه نښتې ددې هیوادپه بېلا بېلو سیمو لکه قاهره، اسکندریه او پورت سعیدښارونوکې شوې دي.
په مصرکې سیاسي تاوتریخوالي په داسې حال کې زور اخلي چې دمحمد مرسي مخالفین نوموړی داقتصادي ستونزوپه لمنځه وړلو کې ناتوانه بولي اودغه راز په دې هیوادکې دسمدستي بیا ټاکنو په ترسره کیدو ټینګارکوي،خویادوغوښتنودمرسي ملاتړي ډیرخښمجن کړې دي.
په همدې حال کې دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په مصرکې یې دامریکایي ژورنالیست دوژنې دڅرنګوالي په اړه څیړنې پیل کړې دي.دامریکا حکومت ددغه هیوادله وګړو غوښتي،چې مصرته له نا اړینو سفرونو ډډه وکړي.
خو دښاغلي مرسي پلویان دمصر اوسنۍ ستونزې ددې هیواددپخواني ولسمشر، حسني مبارک په دورې پورې اړوندوي.دمصر اسلامي ګوندونو دجمعې په ورځ ددغه هېواددولسمشر محمد مورسي په ملاتړ لاریونونه پلان کړي دي. دغه لاریونونه وروسته له هغه نه پلان شوي دي چې داخوان المسلمین دګوند یو غړی دمصردمشردپلویانو او مخالفینو ترمنځ په نښتو کې ووژل شول.
بله خواه دمصرپوځیانو په ډاګه کړي که چیري دغه امنیتي ستونځۍ ژرحل نشي،دوی به دامنیت دساتلوپه اړونددمصردټولو ښارونو دولتي چاری ترخپل کنترول لاندی راولي. مصری پوځ ددواړوخواوو څخه غوښتي دي چې آرامي دي غوره کړي اوخبرداری یې ورکړی دی،چې که مظاهرې په تشددواوړي نودوي دمداخلې چمتوالي لري.

Copyright Larawbar 2007-2024