دپېښور په بډه بېرې کې بريد شوى

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 30th, 2013


پېښور:د خيبر پښتونخوا د پېښور په بډه بېرې کې د نيمه پوځي سرتېرو يوه کاروان سره نژدې له لرې کنټرولېدونکې بريد شوى چې له امله يې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوى او د دريو سرتېرو په ګډون يې ۳۶ کسان ټپيان کړل.دبريد د بډه بېرې تاڼې سره نژدې شوې ده. په وژل شویو کې یوه ښځه هم ده. چاودنې ورڅېرمه دوکانونه او ګاډي ویجاړ کړي دي.د برید پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخیستې. پولیسو ویلي، موټر کې ۴۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو. د پنځو ټپیانو روغتیايي وضعیت هم ناوړه بللی شوی. کله چې د پوځيانو کتار یوه مارکیټ ته ورسېد، ناڅاپه چاودنه وشوه. پولیسو ویلي، که څه هم د چاودنې په اړه پلټنه پیل شوې، خو ښکاري چې له لیرې د کنټرولېدونکو چاودېدونکو توکو له چاودلو سره رامنځ ته شوې ده د يو بل خبر له مخې د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې پرامنيتي سرتيرو پرکاروان بريد شوې چې له امله يې ٣ سرتيري وژل شوي او ١٥ ټپيان دي

Copyright Larawbar 2007-2024