ولسي جرګه: هیڅوک د اساسي قانون خلاف لو جرګه نه سي جوړولای

جان محمد مهربان | جولای 9th, 2013


ولسي جرګه پلان لري چي ددوبي رخصتي پیل کړي خو مخکي تردې چي دغه کار وکړي،په وینا ئې پر مهمو او مختلفو موضوعاتو بحث کوي. پرون د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په عمومي غونډه کښي وویل چي دافغانستان حکومت د ولسي جرګې ددوبي په رخصتي کښي د طالبانو سره دسولي اود امریکا سره د امنیتي تړون دلاسلیک کولو په اړه باید خبري ونه کړي،او که د طالبانو سره د سولي کولو له پاره لو جرګه غوښتل کیږي، باید د اساسي قانون د اُصولو سره سم دا کاراجرا سي . ښاغلی ابراهیمي وایي چي هیچا ته به اجازه ورنه کړي چي د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف لو جرګه تر سره کړي.
د امریکا دمتحده ایالاتو او افغانستان تر منځ دامنیتی تړون د امضاء کولو خبري هغه مهال پاته سوې کله چي په قطرکښي د طالبانو دسیاسی دفتر دپرانیستلو پر سر د کابل او واشنګټن تر منځ اختلاف پېښ سو.

Copyright Larawbar 2007-2024