په هلمندکي دشپږم سرحدي زون له لوري(۹۰) تنه سرحدي پولیس په حقوقي برخه کي وروزل سول

59 | جولای 13th, 2013


هلمند:دهلمند ولایت دشپږم سرحدي زون قوماندان سمونوال سلطان محمودمحمود وایې،چي په دغه روزل سووکسانوکي( ۶۰ )تنه ساتونکي او(۳۰)ته یې ساتنمنان دي.
هغه وایې چي دغه کسانوته په حقوقي برخه کي زده کړه ورکول سوی چي دخپلو حقوقو او ولسي خلکو دحقوقو څخه وړاندي دوۍ پوره معلومات نه درلودل .
دغه پولیسوته شاوخوا درې اونۍ زده کړه ورکول سوې ده،چي دنورو پولیسواوافسرانو د روزني لپاره به دغه ډول پروګرامونه دوامداره وساتل سي.
دیادوني وړده،چي افغان سرحدي ځواکونه اوس مهال په سرحدي سیموکي په خپلواکه توګه امنیت خوندي کوي اودهلمنداونیمرزو ولایتونوپه سرحدي سیموکي دانتقال وروستي پړاو ته پوره چمتودي.

Copyright Larawbar 2007-2024