خوست:د شمل سيند پر سر د نوي پله پرانسته وسوه

د لراوبر اداره | جون 5th, 2008



  • ارسلاجمال


  • ارسلاجمالخوست د شمل سيند سيمهخوستارسلاجمال

  • د خوست په ولايت كې د شمل په نوم د يوه سيند پرسر د يوه لوى پل د جوړولو چارې پيل شوې.


    دا پل چې د خوست ولايت سپېره او د پكتيكا درې ولسوالۍ له خوست ښارسره تړي په جوړولو به يې  د فوايد عامې وزارت لخوا څلوېښت ميليونه افغانۍ ولګول شي.


    خوست والي ارسلاجمال د دغه ولايت د دوه منده په ولسوالۍ كې د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال وويل چې دغه پل  يو سلو شپېته متره اوږد والى او نهه متره پلنوالى لري  او د ده په خبره كه چېرې دې پل ته د سيلابونو له امله د زيان اړولو خطر متوجه شي نو دواړو عاړو ته به يې  استنادي ديوالونه هم ورجوړ كړي او د دې  كار لپاره به نورې پيسې هم بېلې شي.



     

    Copyright Larawbar 2007-2024