دهاشم پوپل کورنۍ :طالبان دبنديانو خوشي کيدل غواړي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اگست 16th, 2013


کوټه : دبي بي سي د خبر له مخې د بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې د افغان کونسلګرۍ د بې درکه شوي مامور محمد هاشم پوپل عبرت کورنۍ رسنيو ته ويلي چې وسله والو طالبانو د هغه د خوشي کولو لپاره شرایط په ډاګه کړي دي.د ښاغلي پوپل د کورنۍ یوه غړي وویل چې وسله والو طالبان د کندهار له زندانه د خپلو درو ملګرو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.د کورنۍ غړي یې وايي چې تر اوسه افغان حکومت په دې برخه کې څه نه دې کړي.د افغانستان د حکومت چارواکي او یا په کوټه کې د کونسلېټ چارواکي و نه موندل شول چې په دې باب څه ووايي.ښاغلی هاشم د جولای د میاشتې په وروستیو کې له کوټې نا څرګندو وسله والو تښتولی و.هغه وخت په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له پاکستاني چارواکو د هغه د موندلو غوښتنه کړې وه.د افغان سفارت ویاند زردشت شمس د جولای په پای کې ویلي و چې دوی د پاکستان مرکزي حکومت او کوټه کې د کونسلګرۍ د بلوچستان له حکومت سره تماس نیولی او له هغوی یې د بې درکه شوي چارواکي په پیدا کولو کې د هڅو غوښتنه کړې ده.افغان ویاند دا هم ویلي و چې پاکستان ډاد ورکړی چې د دغه افغان مامور په موندلو کې یې خپلې هلې ځلې پیل کړې دي.ښاغلی پوپل له کوره د کونسلګرۍ پر لور روان و، چې تري تم شو.تر اوسه پاکستاني پولیسو په رسمي توګه د ښاغلي پوپل په اړه هېڅ نه دي ویلي او نه یې هم کومې ډلې د تښتولو پړه منلې ده.

«

Copyright Larawbar 2007-2024