کور / تازه خبرونه / اروپا یې ټولنه داقتصادي بحران څخه ووته

اروپا یې ټولنه داقتصادي بحران څخه ووته

داروپایې ټولني دغړوهیوادوداقتصادي کمیسیون مرستیال «اولی رهن» وایې:چي وروسته له۱۸میاشتوڅخه داروپایې ټولني دغړوهیوادواقتصادی بحران پای ته رسیدلي اودغوهیوادونوبیرته دودي اوپرمختګ لورته سررا پورته کړي.
دهغه په وینادمګړي داروپایې ټولني غړوهیوادودسوداګريزي لړۍ وده مخ په ښه کیدو ده.داروپاد۲۸هیوادوله ډلي څخه یواځې ۱۸هیوادونه په رسمۍ توګه دیوي واحدي پولي پیسودراکړي ورکړی لپاره «ایرو »چلوي. هغه وایې چي دګډوغړوهیوادواقتصادی وده دروان کال ددوهمي نیما یې نتیجي ښيي،چي ددي هیوادونودناخالصوتولیداتودپام وړوده کړیده. په دي ډله کي دآلمان داقتصادوده (۷،۱۰٪ )سلنه ،دفرانسي داقتصادوده څه کم( ۱،٪ )سلنه مخ ته تللې ده.دده په ویناپرتګال چي داروپایې ټولني هیوادوڅخه یې څومیلیارده ایروپور اخیستي وو ،اوس داروپایې هیوادود ۱۷کمزوري هیوادپه توګه اقتصادی وده یې مخته تللي ده. اسپانیا،یونان ،ایټالیا بیا هغه هیوادونه دي،چي اقتصادي وده یې خرابه وه.
«اولی رهن» وایې،چي اروپایې هیوادونه تراوسه پوری په دي نه دي توانیدلي،چي دبیکاریواووزګاریو غټه ستونځه له منځه یوسي.ولي داروپایې هیوادوداقتصادودي اوپرمختګ هیلي ښیي چي ګوندي دغه ستونځي به هم ژرحل شي.
په اخرکي «اولی رهن »زیاتوي چي تراوسه لاډیروخت پکاردي چي اروپایې هیوادونه بیرته خپل پخواني اقتصادي پړاوته راوګرزي . هغه وایې چي ټولي ستونځي به دزماني په تیریدوسره له منځه ولاړه شي.