کور / خبرتیا او پيغامونه / خوست :راتلونکي مياشت د ولسواکۍ د پياوړتيا په نامه ونومول شوه

خوست :راتلونکي مياشت د ولسواکۍ د پياوړتيا په نامه ونومول شوه

د ١٣٩٢ يم لمريز کال د سنبلې يا وږي مياشت چې د ولسواکۍ د پياوړتيا په نامه ونومول شوه، پدغه مياشت کې به دخوست په مرکز او ولسواليو کې د دولتي ادارو، ولايتي شورا ، سولې ولايتي کمېټې، علماوو شورا ، د پوهنې او پوهنتون ادارو، ښځو چارو رياست ، مدني او کتلوري ټولنو او قومي مخورو مشرانو په ګډون به د رايې ورکونې دکارتونو اخېستو او د ټولټاکنود ښه ترسره کېدو په موخه په پرلپسې توګه کمپاينونه، د عامه پوهاوي او تفريحي پروګرامونه پيل شي.همداشان پدې موده کې به د ټاکنو د سيمه ايز افتر له لوري ګرځنده ټيمونه جوړ شي،ترڅو په مرکز او ولسواليو کې په ښوونيزو مرکزونو وګرځي او هغه خلک چې د کارتونو د اخېستلو پاتې وي اويا يې همدا اوس د کارت اخېستلو قانوني عمر پوره کړى وي، ترلاسه کړي.

پدې مياشت کې به د ګټورو پروګرامونود لارې خلک د ټولټاکنو په ارزښت او اهميت باندې وپوهيږي، ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي او د خپل ملت سرنوشت په خپله وټاکي.

د دغې مياشتې د لمانځلو لپاره ځانګړى کميسيون وټاکل شو، ترڅو په مرکز او ولسواليو کې د عامه پوهاوي اغېزمن پروګرامونه دايير کړي او دخوست د هرې سيمې او بانډو خلک پدې وپوهوي، چې ټولټاکنې د هېواد راتلونکى ټاکي او پدې سره ولسواکه نظام رامنځته کيږي او هغه کسان انتخابيږي، چې دخلکو خوښ وي او خپلې خاورې او ملت ته کار کولى شي.

دغونډې برخوالو په ادارو کې د سمون په موخه پرېکړه وکړه،هر مامور بايد خپلې دندې ته ژمن وي او هېڅ مامور بايد دوه دندې وانخلي، چې دا ډول کړنې په ادارو کې د پرمختګ، بهبود او په چارو کې د سمون مخه نيسي.

دغونډې برخوالو وويل ټولټاکنې يوه ملي پروسه ده او هر مامور چې پدغه پروسه کې کار کوي، بايد په ملي مسووليت او ايماندارۍ سره ورسپارل شوي دنده سرته ورسوي او پدې لاره کې د هېچا د تاثير لاندې رانشي.ترڅو راتلونکي ټولټاکنې په بشپړه توګه په بې طرفۍ او د ولس د غوښتنو پر اساس په شفاف ډول ترسره شي.

په پرېکړه کې د دې يادونه هم شوي، چې که چېرې پدغه پروسه کې کوم مامور په درغليو او يا نورو غيرقانوني کړنو کې په لاس لرلو تورن وپېژندل شي، نود سخت قانوني چلند سره به مخامخ شي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

مبارزمحمدځدراڼ