مرسل احمدزۍ حبیبی ته ډالۍ
آې فلسفي شاعرې !
آې د ګلاب له اصله
آې افغاني مېرمني
تاچې قلم اخیستی
پخپل زرین شعر کې
د خپلو خویندو وروڼو
ناښاده ژوند کاږې
د دوی له ستړو نه انځور کاږې
د دوی په درد کې ګرانې
خپل ځان شریک ګڼې
ددې مظلوم ملت ناښاده چیغه
د زوره ور تر غوږو
په لوړ آواز رسوې
ته دې پخپلو نازکخیالو ګوتو
د کونډې خويندو چيغي
په فلسفی شاعرې
داسې انځور ور کوې
چې کاڼي زړونه لړزوي پښتنې
آې فلسفی شاعري
خلکو د قاف د غره
د ښاپیریو صفتونه کول
چې داسی زور لري هنر لري
خو ستا درنې ګوتې
د قاف دغره
د ښاپیریو په شان
یو دروند تاثیر لري
په هر ظالم زړګي چې
ستا دقلم شاعری
پریوزی اثر پری باسي
زه خو داستا په اړه
وایم دا راز به څه وي
چې ته د خپل قلم
په خوځولو ګرانې
د زړو دنیا ښوروې
بس همدا یو راز به وي
چې پښتنه یې او پښتو ساتې
د یو پښتون په شانې
خپله پښتو پالې
آې فلسفی شاعرې
دا ستا ستایل ګران دي
د استا د کړنو انځور
انځورول ګران دي
خوته په اصله معنا
د پښتو شعر ته یو رنګ ورکوې
ورته انداز دمینې
ورته اترګ ورکوې
آې پښتنې شاعرې
ستا په شعرونو کې د میني ترڅنګ
د خپل بې وسه قام آواز پروت دی
د دوی دردونه په ښه رنګ باسې
ستا درناوي په خاطر
احمدزۍ دومره وایم
چې نوی رنګ لري اندازی لري
په ځان کې مینه لري ساز لري
چې ګنهکار پرې نشم
لکه د خدای خبرې – یو خاص انداز لري
خوته یوازې شاعري نه کوې
د ولس درد اظهاروې په فلسفی خبرو
له فهمه لرې ملکوتی خبرو
بس له خالق د کائیناتو دایوه غوښتنه
چې باعزته او درنه اوسې
تل پښتنه اوسې !