دکراچۍ په لیاري سیمه کې څلور کسان وژل شوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اگست 26th, 2013


په کراچۍ کښې په ډزو او راکټي حملو کښې څلور (۴)کسان وژل شوي .دپاکستان دسیندصوبې دمرکز کراچۍ په لیاري سیمه کښې ددوو(۲) ډلو ترمینځ وسله وال جنګ روان دی او دډزو او راکټي حملو په نتیجه کښې تراوسه څلور (۴)کسان وژل شوي او د لسو (۱۰)ښځو په شمول پینځویشت (۲۵)کسان ژوبل شوي هم دي .دکراچۍ په مختلفو سیمو کښې د دوو(۲) ډلو ترمینځ وسله وال جنګ روان دی او د کلري، هنګورا اباد ، دوبۍ چوک ، او عیدوپولین سیمو په شمول په ډیرو سیمو کښې دډزو او دراکټي حملو له کبله حالات کړکیچن دي .دکراچۍ دلیاري سیمې په مختلفو سیمو کښې په ډزو کښې ژوبل شوي کسان روغتونونو ته وړل شوي دي .دسیند صوبې د ولسي جرګې غړي میرمن ثانیه ناز وویل چې په لیاري سیمه کښې دتاوتریخوالي دخپرولو لپاره له نورو سیمو وسله وال کسان دغه سیمې ته راوړل شوي دي ناپیژاندو وسله والو کسانو دکراچۍ صدرټاون او سول روغتون ته نږدې هم دپیپلز ګوند شپږ غړي تښتولي دي .بل خبر داچې دجنوبي وزیرستان په سره روغه سیمه کښې دوسله والو پرضد دحکومتي عسکرو په عملیاتو کښې څلور(۴) وسله وال وژل شوي .دحکومتي عسکرو دعملیاتو په وخت یوه ځان وژونکي په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد ولوزول چې له کبله یې یو(۱) عسکر مړه او دوه (۲)نور ژوبل شول .دحکومتي عسکرو په ډزو کښې دوهم(۲) ځان وژونکی ووژل شو .په جنوبي وزیرستان کښې وسله والو دخپلو دریو(۳) ملګرو مړي پریښودل او وتښتیدل .

Copyright Larawbar 2007-2024