د کابل او کندهار د لويي لاري د امنيت په اړه غونډه وسوه

عطاالله محمدي | اگست 27th, 2013


د کابل ـ کندهار لویې لارې د امنیت تامینولو په موخه د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي پلاوی خپلې چارې په رسمي ډول پیل کړې
وروسته له دې چې په میدان وردګو ولایت کې د څلورو ولایتونو د والیانو او نورو لوړپوړو چارواکو ترمنځ د کابل ـ کندهار لویې لارې د امنیت د تامین کولو په موخه غونډه ترسره شوه او په کې یادو مسؤلینو د یو شمیر ستونزو ترڅنګ وړاندېزونه هم وکړل،د کورنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي پلاوی چې مشري یې ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن کوي نن ( دوشنبه) د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمیجد خوږیاڼي سره تر لیدنې خپلې چارې په رسمي ډول پیل کړې .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي دغه پلاوی سره د لیدنې پرمهال هیله څرګنده کړه،چې د کورنیو چارو وزارت دغه لوړ رتبه پلاوی به د لویې لارې د امنیت په تامین کې مهم رول ولوبوی او همدا زاز یې غوښتنه وکړه،چې دفاع وزارت استازو چې د یادو والیانو په غونډې کې د یو شمیر ستونزو د حل کولو ژمنه کړې وه،باید عملي چاري پیل کړي .
د کورنیو چارو وزارت لخوا د رالیږل شوي پلاوی مشر سترپاسوال عبدالرحمن رحمن
وويل چي د اکمالاتي قطارونو په اړه یې ګوټلې ګامونه پورته کړي او هڅه کوي د میدان وردګو ولایت د هغمږۍ مرکز به مرسته د هغه اکمالاتي موټرو مخنیوی وکړي،چې په یاده لویه لار باندې خپل سرې تګ راتګ کوي،چې په لړ کې یو شمیر یې بیا د نا امنۍ پېښې هم رامنځته کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024