د امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک له پاره د لو جرګې دجوړېدوپه پریګړه وسوه
جان محمد مهربان
دباندنیوچارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کښي خبریالانو ته وویل چي د امریکا د متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو له پاره به لوجرګه وغوښتل سي چي هرډول پرېکړه به افغان ولس په خپله وکي. د دې وزارت ویاند جانان موسی زی وایي چي د امریکا سره د امنیتي تړون له پاره ټول تخنیکي کارونه اجرا او بشپړه اماده دي.
دمګړی دامنیتي تړون دلاسلیک کولو له پاره دکابل او واشنګټن ترمنځ لاخبري رواني دي.