د کورنیو چارو وزارت د فوټبال دملي لوبډلي د بریا قدردانی وکړ

جان محمد مهربان | اگست 24th, 2013


وروسته تر هغه چي د افغانستان د فوټبال ملي ټېم د پاکستان و ملي لوبډلي ته د فوټبال په یوه دوستانه لوبه کښي ماته ورکړه، د کورنیو چارو وزارت له خوا ئې د بریا قدردانی وسو. د دې وزارت سرپرست وزیر مجتبی پتنګ وایي چي د فوټبال د ملي لوبډلي بریا دافغانستان په تاریخ کښي یوه ویاړلې کامیابي وه. ښاغلی پتنګ وایي چي په افغانستان کښي د سپورټ پرمختګ د کورپه دننه کښي د فساد په له منځه وړلو کښي کومک کوي او د نړۍ له هیوادو نو سره د افغانستان اړیکي ټینګوي؟ ښاغلي پتنګ افغان ورزشکارانو ته ډاډ ورکئ چي افغان پولیس به همېشه له دوی څخه اړخیزه ملاتړ کوي.
د افغانستان د فوټبال دملي لوبډلي لارښود ددې وزارت او نورو دولتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چي ورزشکاران تشویق او لا نور امکانات ورته برابر کي. یوسف کارګر وایي چي د افغانستان د فوټبال ملي ټېم ډېرامکانات په لاس کښي نه لري خو بیا هم ډېري بریاوي ئې د افغانستان په برخه کړي دي.
تېره اونۍ د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي یو وار بیا د پاکستان وملي لوبډلي ته په یوه دوستانه بازي کښي درې د صفر (۳- ۰ ) په مقابل کښي ماته ورکړه چي شپږ دېرش کاله مخکي افغانستان یو دصفر په مقابل کښي هم بازي ځني ګټلې وه.

Copyright Larawbar 2007-2024