آیا د نظر اختلاف دښمني ده؟
په هر چا کې چې انصاف نه وي، نو سرخوړلی توازن یې معیوب وي. که هغه څومره هم د سمښت او ښه توب هڅه وکړي، بیا به هم په ځان کې د مثبت بدلون په راوستو ونشي توانېدلی.
نا انصافي یوازې دا نه ده، چې تل به یو څوک د بل په زیان او خپله ګټه کار کوي، نه! دا دومره بدمرغه ناروغي ده چې د ژور اغېز له امله یې، انسان د خپل ځان په اړه هم د زیان او ګټې تر منځ توپیر نشي کولی. په افغانستان کې د نا انصافو هوښیارانو شمېر په زیاتېدو دی، حق ناحق خپل غږونه اوچتوي او په یو ډول نه یو ډول د ځانونو مطرح کېدو لپاره موضوع لټوي.
د غږ اوچتول او مبارزه کول ښه کار دی، خو دا کار هغه وخت ګټور ثابتیږي، چې د ملي انګیزې له مخې وي او یوازې د ټولنې او هېواد د ښېګڼې پر محور را وڅرخي. نه دا چې هم مو په خوښۍ او هم غم کې، نور خلک امتیاز تر لاسه کړي.
افغانستان هم یو عجیب او له کرامته ډک هیواد دی، تعصب او تبعیض پکې اوج ته ورسېد، د فساد هر ډول تجربې پکې تر سره شوې، خپلمنځي جګړه د جهاد او مقاومت په نوم ونومول شوه او دې ته ورته نورې سترې ناخوالې دي، چې نه یوازې د هیواد امن یې ګډوډ کړی، بلکې هر شېبه ترې د افغانستان د نوم ټوټه کېدو بوی راځي. خو بیا هم دا خاوره د واحد او ثابت نوم په توګه ژوندۍ پاتې ده، الله دې تر تله همداسې واحده ژوندۍ لري.
هر څه چې دي، په موږ کې دي. موږ لا پخپل تعریف کې ستونزه لرو، نشو کولی چې د خپلو اخلاقو لپاره په عامه کچه یو متفق تعریف د معیار په توګه ومنو. تل مو د یوې ګټې لپاره بله ګټه له لاسه ورکړې یا که یو ارزښت مو په خپل قضاوت سره غوره ګڼلی، بل هغه ته مو په ټیټه کتلي او ورو ورو مو هغه له لاسه ورکړی دی. چې له امله یې نه زموږ حالت بدل شوی او نه مو په ټولنیزو برخو کې کوم پرمختګ تر سترګو شوی دی.
راځئ د خپلو اخلاقو په اړه له سره غور وکړو او پرته له دې چې له یوې زوایې ورته ځیر شو، باید په هر اړخیزه توګه یې په څېړنه کې ستوماني وزغمو. تېره ورځ د افغانستان د خپلواکۍ ۹۴مه کلیزه وه، زموږ ځینې هېوادوال د خوشحالۍ له امله دومره په احساساتو راغلي ول، چې د فېسبک له لارې یې تقریباً ښکنځلې کولې. دا ډول لکه د مصر او سوريې مسأله ده، چې له هغو نه موږ ډېر تاوده یو.
سمه ده، یو څوک به د خپل هېواد سوکالي، له ځینو کورنیو یا بهرنیو مسایلو سره د مخالفت په تله کې ویني، بل څوک به وي چې ځان ورسره په موافقت کې بولي. خو دومره باید پکې ژور لاړ نشي؛ چې بلاخره د دوی د مشترک ژوند په موازنه کې بدلون رامنځته کړي او تر منځ یې د تراخو اړیکو لامل وګرځي.
آیا د نظر اختلاف خدای مکړه چا سره دښمني ده؟ یا که په افغاني سیاست کې د نظر اختلاف پوره نه دی پېژندل شوی او هغو خبرو ته چې موږ ښکنځلې، کترې او کانې وایو، هغه زموږ په سیاست کې ډېرې عادي دي.
ماته خو داسې ښکاریږي، لکه موږ چې یوازې د پردیو تجربو کرکټران یو، د سناریو بدلول رابدلول، د بل بابا په واک کې دي او هغه یې یوازې ګټه تر لاسه کوي، نور یې په هیڅ کار نه لري. دا منم چې موږ رغېدا ته اړتیا لرو، خو هغه یوازې د علمي او تخنیکې کچې د لوړېدا او یا هم په اقتصادي برخو کې. نه دا چې خلک دې زموږ اخلاق هم راته ورغوي.
زموږ ځینې خلک ولې هغو الفاظو ته خوله راجوړوي او یا زړه ورته ښه کوي؛ چې هغه د بشري اخلاقو شان ته صدمه رسوي؟ آیا هغوی دا ټکي هم په پام کې نیولی، چې د انسانیت حیثیت پر اخلاقو ولاړ دی، که يې اخلاق په هره خوا کاږه شول، نو حیثیت یې هم ورسره دی.
اوس چې کله د ټولنیز ژوند موضوع مطرح ده او بیا په عامه کچه نورو برخو ته پراخه شوې ده، د تضمین په خاطر یې چې کله له انسانیت نه خبره کیږي، نو په لومړي سر کې د اخلاقو پوښتنه رامنځته کیږي. دا چې د یو چا په اخلاقو کې څومره وزن دی، هغه د ټولنې په هنداره کې پخپله راڅرګندیږي. ښه دا ده چې په خپلو اخلاقو کې زغم ته ځای ورکړو او دا ومنو چې هر څوک خپل نظر څرګندولی شي.