کاپيسا:دامريکايانو پر بېس ډله ايز ځانمرګي بريدونه وسول

د لراوبر اداره | اگست 26th, 2013


د طالبانو وياندذبيح الله مجاهد څو شېبې وړاندي وويل چي نن سهار شپږبجې نن سهار وختي دکاپيسا ولايت تګاب ولسوالۍ جالوخيلو سيمه کې د ا مريکايانو پر پوځي بېس او د ملی اردو پر يوه مرکز د لارۍ موټر پذريعه ډله ايزو بريدونو په ترڅ کي ددغه مرکز امنيتي پوستې له منځه وړل سوي او يو شمېر جنګياليو د مرکز دننه ساحې ته ځانونه رسولي دي او له هغه ځايه جګړه کوي.

طالب وياند ادعا کوي چي په د لومړنيو بريدونو په ترڅ کي يې امريکايي او د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولي ده ، د مجاهد په وينا ددوی جنګيالي تر اوسه پوري ( د لومړنيو بريدونو يو ساعت وروسته ) هم په جګړه بوخت دي.
دا چي پېښه ډيره وختي رامنځته سوې ده تر اوسه ددولت يا بهرنيانو څخه معلومات نه دي ترلاسه سوي.

Copyright Larawbar 2007-2024