په لورالايي كې وسله وال بريد درې تنه پوليس سرتېرې ټپيان كړل

حبيب تاثير - کوټه | سپتمبر 8th, 2013


تازه راپورونه وايي چې د لورالايي په ښار كې وسله وال بريد درې ته پوليس ترسېرې ټپيان كړل، لر او بر ډاټ كام ته د وركړل شويو مالوماتو په اساس چې وايي: نن د يك شنبې په ورځ د سپټمبر د مياشتې په اتمه نېټه د ماخوستن د لمانځه پر وخت د لورالايي په ښار كې د ننه د پوليسو پر تاڼه باندې وسله وال بريد شوى دى چې كې درې ته سرتېرې يې ژوبل كړي دي، د باخبره سرچينو په حواله چې وايي: دغه بريد په ښار كې دننه ترسره شوى او تر اوسه پوري دا نه ده څرګنده چې دغه بريد چا او د بريد كوونكيو موخه څه ده، ځكه چې دا په ياده سيمه كې دا لومړۍ پېښه ده چې رامنځ ته كېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024